1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وال ستریت ژورنال: بایدن خطرناکه نړۍ تر شا پریږدي

۱۴۰۳ مهر ۲, دوشنبه

په امریکا متحده ایالاتو کي د نوومبر مياشتي پر ۵مه د ولسمشرۍ تر ټاکنو څو اونۍ دمخه «وال ستریت ژورنال» د ولسمشر جو بایدن د واکمنۍ د دورې یو بیلانس وړاندي کړی دی.

USA | Parteitag der Demokraten
انځور: Mike Segar/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن ، به د سه شنبه په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وينا وکړي، چي په ډیر احتمال سره به د نړۍ پر ستیژ باندي د هغه وروستۍ مهمه شیبه وي.

د یوه ولسمشر د بهرنۍ پالیسۍ میراث معمولاً د هغه د دندې له مودې سره دوام پیدا کوي، له همدې کبله به دا ښه وي چي یو قدم شاته ولاړ سو او هغې نړۍ ته نظر واچوو چي بایدن به یې خپل ځای ناستي ته پریږدي.

دا نړۍ له هغې نړۍ څخه لا ډیره خطرناکه ده چي بایدن  ته په میراث پاته سوې وه، او هغه د امریکا متحده ایالاتو د منافعو له پاره ډیره لږ گټوره ده، د انسانانو آزادي او ډیموکراسي. (...) د هغه د واکمنۍ پر مهال د نړۍ په ټولو سيمو کي مستبد ځواکونه پياوړي سول- په اروپا، د آسیا پاسیفیک په سیمه، په نږدې ختيځ ، افریقا او حتی د امریکا په براعظم کي.

له دغه طوفان سره چې د نژدې کيدو په حال کي دی مقابله ستونزمنه او خطرناکه ده. د امریکا لومړی کار به دا وي چې خپله وړتيا بيرته راوګرځوي، کوم چې ډیر پوځي ځواک او سیاسي ارادې ته به اړتیا ولري. هر چا چي د سپيني ماڼۍ چوکۍ وګټله، د بايدن د کلونو ناکامه سياست بايد تر شا پريږدي، تر څو د دې مخنيوی سوی وي چي موږ له يوې نړيوالي جګړې سره مخامخ سو چي پايلي به يې له ناورينه ډکي وي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب