«واین وڅښه او پر میز وناڅه»؛ له نارینه همکاره د پیمان شکایت
۱۴۰۴ خرداد ۷, چهارشنبه
افغانه سناتوره فاطمه پیمان، چي وايي الکهول نه څښي، ادعا کوي چي یوه نارینه همکار یې په رسمي مراسمو کي د «زیاتو الکهولو له څښلو» وروسته هغې ته جدي نامناسبې څرگندونې کړي دي.
۳۰ کلنې پیمان د «اې بي سي» ملي رسنۍ ته ویلي دي چي له هغې څخه مشر دغه همکار دا مجبوره کړې ده چي واین وڅښي او د «میز پر سر ونڅیږي.»
دغې مسلمانې سناتورې زیاته کړې ده چي د خپل دغه همکار په اړه یې په رسمي توگه د پارلمان په نظارتي بڼسټ کي شکایت کړی دی.
دا لا معلومه نه ده چي دغه پیښه کله رامنځته سوې ده او د نارینه همکار هویت یې هم معلوم سوی نه دی.
فاطمه پیمان په افغانستان کي زېږېدلې ده او د سیمه ايزو رسنیو په حواله دآسترالیا په پارلمان کي لومړنۍ حجاب لرونکې سناتوره ده.
پیمان په اول سر کي په پارلمان کي د کارگر گوند سناتوره وه، خو په ۲۰۲۴ م کال کي یې په دغه گوند کي د اسرائیل او حماس په شخړه کي د هغې د جنجالي دریځونو له امله غړیتوب وځنډېد او وروسته یې په دغه گوند کي له غړیتوبه استعفا وکړه.
مخکې هم د آسترالیا په پارلمان کي دا ډول شکایتونه موجود وو. په ۲۰۲۱م کال کي د پارلمان سیاسي کارکوونکې بیتانوۍ هیگینس، ادعا کړې وه چي د یوه نارینه همکار له خوا د پارلمان د دفتر په دننه کي له جنسي تیري سره مخامخ سوې ده چي دغه موضوع په ټول هیواد کي د اعتراضونو د راپارولو سبب سوه.
یوې څېړنې چي وروسته تر سره سوې، موندلې ده چې د آسټرالیا په پارلمان کې د زیاتو شرابو د څښلو او جنسي ځورونو پیښې ډیرې دي.