1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

وردک: طالبانو روغتیایي مرکزونه تړلي دي

۱۳۹۸ تیر ۲۶, چهارشنبه

د سویډن يوې مرستندويي کمېټې ويلي دي چې طالبانو یې په وردک ولایت کې په لسونو روغتیایي مرکزونه تړلي دي. د دې کمیټې په حواله طالبانو تور لګولی دی چې دغه کمیټه د ملکیانو په ساتنه کې پاتې راغلې ده.

Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

تیره اوونۍ د افغان ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د سویډن کمیټې په یوه روغتیایي مرکز کې چې په وردک ولایت کې دی، څلور کسان ووژل شول. دغه خبره د سویډن کمیټې او حکومتي چارواکو تایید کړی دی.

که څه هم د سویډن مرستندويه کمیټې دغه پیښه وغندله، خو طالبانو پر دې خیریه موسسې باندې د ملکیانو په ساتنه کې د پاتې راتلو تور لګولی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي: «موږ تمه لرو چې د سویډن کمیټه په وردک ولایت کې خپل خدمات بند کړي، ځکه هغوی د خپلو افغان کارکوونکو د امنیت په تضمینولو کې پاتې راغلي دي.»

د سویډن کمیټې تایید کړې ده چې طالبانو دغه سازمان اړ کړی دی چې په وردک ولایت کې د ۷۷ روغتیایي مرکزونو له ډلې څخه ۴۲ یې وتړي. دې سازمان روښانه کړې ده چې له دې کبله تر ۵۷۰۰ ډیر ناروغان اغیزمن شوي دي.

د سویډن کمیټه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت کوي او تر ۶۰۰۰ ډیر افغان کارکوونکي لري. دغه کمیټه په ۱۹۸۰م کال کې رامنځ ته شوه چې د سویډن د پراختیایي همکاریو اداره یې تر ټولو زيات مالي ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د سویډن د کمیټي مشر سوني منسون، ویلي دي: «د روغتیایي مرکزونو بندولو ته زموږ د کمیټې مجبورول د بشري حقونو او نړیوال بشري قانون څرګنده تر پښو لاندې کول دي.»

د همدې کال په پیل کې طالبانو سور صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان هم دې ته اړ کړي ول چې د هغوی تر کنترول لاندې سیمو کې خپل فعالیتونه ودروي. طالبانو د دې کار لامل د واکسین یو شمیر مشکوک کمپاینونه په ګوته کړي ول.

(ms/nz (reuters

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب