وردگ: د طالبانو د هجومي حملو اعلان پروپاگند دی
۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۹, یکشنبهوسلوال طالبان چي شاوخوا د اتو کلو را په دې خوا د افغان او نړيوالو ځواکونو پر خلاف جنګيږي، د شنبې په ورځ په خپله يوه خبرپاڼه کي وويل، چي دوی به« د امريکايانو، ناټو د غړو او د هغوئ د ملګرو پر ضد د الفتح په نامه د پسرلي هجومي حملې پيل کړي.»
په خبر پاڼه کي چي د آلمان خبري آژانس، DPA،د کابل څخه ورباندي رپوټ ورکړی راغلي دي، چي د طالب اورپکو دغه حملې به سر له سبا يعني په هغه ورځ،چي د افغان جمهور رئس حامد کرزی په متحده ايالاتو کي خپل څلور ورځنی سفر پيلوي، شروع کړي.
کرزی د دغه سفر په ترڅ کي د مي پر 12 له جمهور رئس بارک اوباما سره په افغانستان کي د تروريزم پر ضد ستراتيژي باندي خبري کوي.
د اورپکو د دغه خبر پاڼي په وړاندي د غبرګون په توګه د افغانستان د دفاع وزير، جنرال عبدالرحيم وردگ وويل، چي هغه شک کوي، چي اورپکي دي په جبهه يي جګړه کي د ناټو تر مشرۍ لاندي د ځواکونو پر خلاف د مقاومت توان ولري.
وردگ پرون په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل: « تر کومه ځايه چي په امنيتي وضعيت پوري اړه لري او تر کمه ځايه چي د طالبانو توانمنديو ته سړی وگوري، زه فکر کوم چي دوی نه سي کولاي چي په ټول افغانستان کي په عملياتو لاس پوري کړي.»
وردگ يادونه وکړه: هغوی ښايي بياهم په تروريستي حملو لاس پوري کړي د ماينونو، چاودېدونکو موادو او ځانمرګي بريدونو څخه کار واخلي.» د دفاع وزير وويل،: زه ټينګ باور لرم چي دا تر ډير حده د هغوئ پروپاګند دی نسبت ودې ته چي واقعيت ولري.»
د طالبانو دا خبرداری په داسي وخت کي ورکول کيږي،چي افغان او د ناټو ځواکونه په کندهار کي د سترو عملياتو لپاره تيارئ نيسي. تمه کيږي،چي په راتلونکې ميلادي مياشت کي، کله چي د متحده ايالاتو لس زره سرتيري ورسيږي هلته عمليات پيل سي.
جنرال وردگ وويل، چي د کندهار د عملياتو څخه د بيري او اندېښنو له امله د طالبانو ډيری قوماندانان پاکستان ته تښتېدلي دي.
د دفاع وزير،چي د امريکا متحده ايالاتو ته د جمهور رئس کرزي د تگ څخه يوه روځ د مخه يې په کابل کي خبريالانو ته معلومات ورکول، وويل چي افغان پلاوی به په واشنګټن کي له امريکايي چارواکو څخه وغواړي تر څو د افغانستان امنيتي ځواکونه په ښو وسلو سمبال کړي ترڅو وکړای سي، چي د خپل هيواد څخه خپله ساتنه وکړي او د متحده ايالاتو په شمول د نړيوالو ځواکونو د وتلو لپاره لاره پرانيستله سي.
AG/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل