1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

وروستي برېدونه؛ ایا افغانستان کې د نوې جګړې ویره شته؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د افغانستان څو ولایتونه په تېرو ۲۴ ساتونو کې د سختو برېدونو شاهد وو، چې په ترڅ کې یې د ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو درنه مرګ ژوبله پرځای پرېښې ده. افغان کارپوهان دغو برېدونه څه ډول تحلیلوي؟

Afghanistan Anschlag auf Klinik von Ärzte ohne Grenzen in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

د پلازمینې کابل ختیځ دشته برچې سیمه کې نن دوشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د مۍ ۱۲مه) وسله والو د بې پولې ډاکټرانو پر یوه روغتون برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې په پیښه کې د نويو زيږيدلو ماشومانو، ښځو او يو سرتېري په ګډون ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپيان دي.

ده ددغه برید په اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «ترهګرو د خپلو دوامداره جنايتونو په لړ کې نن د کابل په برچي کې پر سل بستريز روغتون بريد کې  يو بل جنايت ترسره کړ.»

هاخوا د ننګرهار د خېوې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان پر جنازه ځانمرګي برید ۲۴ کسه وژلي او نیږدې ۷۰ نور یې ټپیان کړي دي.

له دغو برېدونو یوه ورځ وړاندې لغمان کې د وسله والو طالبانو یوه برید لږ تر لږه ۱۸ افغان پوځیان وژلي.

غبرګونونه

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، تېرو دوو میاشتو کې مونږ او نړېوالو ته څرګنده شوه چې طالبان او د هغوی تمویلونکي سوله نه غواړي.

نوموړي پرخپله ټیویټر پاڼه لیکلي: «حکومت او د افغانستان نړېوال همکاران مسؤلیت لري چې له طالبانو او د هغوی له تمویلونکو څخه حساب واخلي.»

 دغه راز، تېره شپه په بلخ ولایت کې د یوه هوايي برید له امله تر لسو ډیر کسان وژل شوي، چې طالبان یې ولسي وګړي خو ملي دفاع وزارت یې وسله وال طالبان بولي.

وسله والو طالبانو سره د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته د برېدونو ډيروالی د څه په مانا دی؟

 پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي په هېواد کې نوي برېدونه د سولې پروړاندې دسیسه ده.

د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې کې چاودنې درنې مرګ ژوبله اړولې دهانځور: Reuters/Parwiz

د ښاغلي کرزي له دفتر په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي: «کرزی په هېواد کې د تشدد او جگړې له زیاتوالي خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او د جگړې دوام د سولې د هڅو پر وړاندې پردۍ دسیسه بولي. »

پخوانی ولسمشر یوځل بیا په جگړه کې له ښکېلو غاړو غواړي چي ورور وژنه او د افغانانو وینې تویېدنه بنده کړي او په هېواد کې د تل پاتې سولې او امنیت د ټینگښت لپاره خپلې هڅې گړندۍ کړي.

د یوې بلې استخباراتي جګړې اندېښنه

سیاسي شنونکي وايي د سولې په درشل کې د برېدونو او جګړو ډېروالی د یوې بلې استخباراتي جګړې ویره راټوکولې.

د چارو کتونکي سید خالد سادات په دې برخه کې ډيره ګوته پاکستان ته ونېوه.

ښاغلي سادات دویچه ویله ته وویل: «اوس لیدل کیږي چې طالبان له یوه لوري د سولې خبرې کوي او له بل لوري قوي جګړه کوي، پاکستان هیڅ کله هم قوي دفاعي افغان ځواک نه غواړي او اوس طالبان د پاکستان دغه ارمان پوره کوي نو فکر کوم دا چاره د سولې خبرې مختل کولای شي.»

د ښاغلي سادات پر وینا په جګړه ییز وضعیت کې سوله هیڅ امکان نه لري.

لیکوال او ژورنالیست اسد وحیدي دویچه ویله ته وویل، طالبانو سره د امریکایانو د سولې هوکړه په قصدي ډول داسې طرح شوې چې بهرني ځواکونه په خپلو اډو کې خوندي خو جګړه دوام وکړي: «امریکا په دې ډول نړۍ ته ښيي چې په افغانستان کې جګړه د هغوی له امله نه ده، بلکې که دوی هلته وي او کنه خو افغانان به خپل منځ کې سره وژني او وحشت به وي.»

د چارو یو بل کتونکی سید نقیب الله هاشمي بیا ددغه وضعیت د دوام اصلي مسؤل افغان حکومت بولي چې دده پر ټکو د جنګ او سولې لپاره کوټلې تګلاره نه لري.

ښاغلی هاشمي دویچه ویله ته وویل: «بریدونه کیږي خو زمونږ چارواکي یواځې غندنې کوي، غندل، تسلیت او د ماتم اعلانول د دغه ولس هیڅ درد نه دوا کوي.»

هاشمي وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مشرتابه کې غیرمسلکي ګمارنې هم ددې لامل شوي چې حکومت د جګړې په مهار کې پاتې راشي.

اسماعیل شاکر – کابل 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل