ورځپاڼه: آلماني سرتيري ښه تجهيزات نه لري
۱۳۹۰ تیر ۲۴, جمعهد آلمان په پارلمان کي د دغه هيواد د پوځي چارو مسوول، د المانې عسکرو د وسلو او تجهيزاتو پر کمښت نيوکه وکړه. آلمانۍ بيلد ورځپاڼې د جمعي د ورځي په يوه رپوټ کي لیکلي چي د آلمان د آزاد ديموکرات د ګوند سياستوال، هلموت کوينيگزهاوز، د دغه هيواد د دفاع وزارت ته په يو محرم رپوټ کي ويلې دي چي په افغانستان کي المانې ځواکونه له سمو روغتيايي خدماتو او نورو داسي اکمالاتو څخه برخه من نه دي.
د کوينيگزهاوز په حواله په ځينو پوځي کمپونو کي په ښکاره توګه د وينو زيرمي چي د ټپي شوو عسکرو په درملنه کي تري ګټه واخستلاي شي په کافي اندازه موجودي نه دي. د المانۍ ورحپاني په رپوټ کي د نوموړي محرم رپوټ په حواله ويل شوي:
«دا چي دغه نيمګړتيا څومره جدي ده، هغه يوه پيښه يي څرګندوي چي د يو آلماني ټپي سرتيري د ژغورلو لپاره له متحده ايالاتو څخه مرسته غوښتل شوي.»
د بيلد د ورځپاني د معلوماتو له مخي د آلمان په نوموړي پوځي اډي کي د اوبو کمبود د ستونزي له کبله سرتيري د سپورت کولو څخه منع شوي ول. په رپوټ کی زياته شوي چي د اوبو د کموالي د ستونزي تر څنګ د برييښنا کمښت هم په دغه کمپ کي ليدل شوي دي. څرنګه د جراحي عملياتو په ترڅ کي په وار وار سره د زياتي تودوخي له امله د بريښنا بهيرغوڅ کيږي.
ورځپاڼه زيا توي چي سربيره پر دي سرتيري د بمونو د شنډولو لپاره له کافي محافظتي تدابيرو څخه برخه من نه دي، ځکه د بمونو او چادونکو توکو د خنثي کولو لپاره له اتوماتيک سیستم څخه کار نه اخيستل کيږي.
دغه ورځپاڼه وړاندي ليکي چي اکثر وخت دوي کله چي غواړي خپلې وسلې ترميم کړي نو د ترميم لپاره، فالتو پرزي او د اړتيا وړ ابزار او وسايل نه لري.
د کوينيګزهاوزو د محرم رپوټ له مخي، آلماني سرتيرو شکايت کړی چي د هغوي نقيله پوځي وسايل د يخولو د سيستم (کولر) نيمګړتياوي لري. د هغوي د وينا له مخي، د بيلګي په توګه د «ماردار» په نامه ټانک کي د کولر د نيمګړتيا له امله د تودوخي درجه له 60 درجو هم لوړيږي.
کوينيګزهاوز د وينا له مخي، همدارنګه دغو عسکرو پر افغانې ځواکونو هم سختې نيوکي کړي او د هغوي همکاري يي تر پوښتني لاندي نيولی ده.
هغه د آلماني سرتیرو له خولي ویلي:
«افغان ځواکونه قوي روحيه نه لري او په عملياتو کي بي پروايي کوي.»
هغوي دغه راز وايي چي د ځينو پوځي اډو په عمومي دراوزو کي کافي کنترول او مواظبت نه شته. په رپوټ دغو شکايتونو ته په دي جملي سره اشاري شوي:
«د آلماني سرتيرو په آند افغان سرتيري په ګزمو او عمومي دراوزو کي د محافظت دندي سمي نه ترسره کوي او په دي برخه کي بي پروايي کوي.»
فرانس پرس/ شمس الرحمن ناصر
کتونکي: عبدالباري حکيم