1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: د آلمان حکومت د طالبانو قانوني تعقيب نرموي

۱۴۰۰ آذر ۲۵, پنجشنبه

د آلمان حکومت د طالبانو ډلې پر وړاندې د جزايي تعقيب د نرمولو پريکړه کړې ده. د دسمبر له لومړۍ نېټې څخه د دغه ډلې ملاتړ کوونکي د عدلیې وزارت په اجازه يوازې په انفرادي قضيو کې د قانوني تعقيب سره مخ کيدای شي.

Afghanistan Kabul | Taliban-Kämpfer
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د «ويلت» ورځپانې د يوې وياندې له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ويلي چې د «پخوانيو او اوسنيو کړنو د عمومي تعقيب مجوز» د پخواني حکومت له خوا تغير شوی وو.

زیاته شوې چې نوي مقررات پر هغو ټولو کړنو صدق کوي چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له پنځلسمې نېټې يعني واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې ترسره شوي.

د ميونشن ميشته جنايي وکيل مارک څولر په حواله د عدلیې وزارت له دې نويو مقرراتو سره له طالبانو سره هم د کُردانو د منع کړل شوي ګوند «پي کی کی» په څېر چلند کوي او د طالبانو غړي د آلمان د جزا د قانون د ۱۲۹ ب مادې پر اساس تعقيبوي. دا په دې معنا چې يوازې د ملاتړ په صورت کې به وزارت پر نورو سربیره د سياسي دلایلو پر اساس په انفرادي قضيو کې پريکړه کوي.

په افغانستان کې د شکنجې په تور د یوه آلماني افسر محاکمه

کارپوهان په دې کې دا خطر ويني چې په دې توګه به د بهرني سياست موخې لکه ځينو مشخصو واکدارانو سره اړيکي عدليه تر تاثير لاندې را وستلای شي.

د آلمان د حکومت په حواله به دا مقررات له طالبانو سره پر چلن کوم اغیز ونه لري او دغه ډله به د پخوا په څېر د ترهګريز سازمان په توګه درجه بندي وي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې «طالبانو ته هیڅ مالي مرسته» نه ورکول کيږي خو زياته شوې چې آلمان د نړيوالو شريکو سازمانونو له لارې په افغانستان کې بشري مرستې کوي.

د پراختيا وزارت د معلوماتو په حواله هم دمګړۍ له افغانستان سره دولتي پراختيايي همکاري هم په ټپه ولاړه ده.

آلمان ته د بالقوه خطر پيښونکو د راتګ احتمال؛ د سيمه ایزو افغان همکارانو په اړه د جدي څېړنو غوښتنه

د آلمان د سوسيال ديموکرات او مسيحي سوسيال اتحاد د پارلماني جناح مرستيالې اندريا لندهولڅ د آلمان له نوي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره د چلن او افغانستان د وضعيت په اړه واضح دريځ غوره کړی.

نوموړې وويل چې دا يو ستونزمن حالت دی: سړی باید د طالبانو جنايت ته په تناظر کې کتنه ونه کړي خو په عين حال کې باید مرسته وکړي او د سيمه ایزو همکارانو مرستې ته ادامه ورکړي.

لندهولڅ وويل چې د لوږې د يوه شديد بحران مخه يوازې په هغه صورت کې نيول کيدای شي چې «سړی له طالبانو سره معامله وکړي.»

د ليبرال ديموکرات ګوند د بهرني سياست د برخې وياند بيجان جير سارای، وويل: «د طالبانو په تړاو زما بسټيز دريځ دا دی چې هغوی نه معتبر او باوري شريکان دي او نه هم کيدلای شي.» خو هغه وويل چې موقتي همکاري بايد ورسره وشي په تېره بيا د بشر دوستانه اقداماتو په چوکاټ کې.

ب. ص / ن.ز (KNA)