1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: د خاشقجي په قضیه کې شکمن کسان د سلمان اطرافیان دي

۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبه

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې د جمال خاشقچي په قضيه کې د شکمنو کسانو نومونه مشخص کړي دي. د رپوټ پر بنسټ له ۱۵ شکمنو پيژندل شویو کسانو څخه ۹ یې د سعودي په پوځ، استخباراتو او یا وزارتخانو کې کار کوي.

Saudi Arabien - Kronprinz Mohammed bin Salman
انځور: picture-alliance/AP Photo/Saudi Interior Ministry

نیویارک ټایمز ورځپاڼې، د څیرې د تشخیصونکو تخنیکي وسایلو، د سعودي عربستان د تلیفون شمیرو د بانک، د دغه هیواد د حکومتي اطلاعاتو چې خپاره شوي دي، د شاهدانو د څرګندونو او د خاشقجي په قضیه کې د شکمنو کسانو د هویت په اړه د رسنیزو رپوټونو په حواله دغه رپوټ چمتو کړی دی.

په دې رپوټ کې د بیلګې په توګه د ماهر عبدالعزیز مطرب په نوم کس ته، د شکمن په توګه اشاره شوې ده چې د نیویارک ټایمز په حواله سږکال د سعودي له ولیعهد سره د هسپانيا، امریکا او فرانسې په سفرونو کې ملګری وو.

نیویارک ټایمز د سه شنبې په ورځ(د اکتوبر میاشتې ۱۶) په ماښامنۍ ګڼه کې ادعا شوې ده چې دغه کس په ډیر احتمال سره یو د ولیعهد محمد بن سلمان له ساتونکو څخه دی.

درې نور شکمن هم د سعودي د ولیعهد د ساتونکو کړۍ پورې ارتباط لري. د دغه امریکایې ورځپاڼې په حواله یو بل شکمن هم د عدلي طب یو داکتر دی چې د سعودي چارواکو ته ډیر نږدې دی.

د سعودي د حکومت انتقاد کوونکی خبریال جمال خاشقجي چې په امریکا کې میشت وو، وروسته تر دې چې د اکتور میاشتې په دویمه نیټه د یوه اداري کار د ترسره کولو له پاره په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننوت، لادرکه شو. په ترکیه کې کارپوهان شک لري چې خاشقجي په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.

دوی د سعودي عربستان پر یوه پنځلس کسیزې ډلې شک کوي چې په هغه ورځ چې خاشقجي قونسلګرۍ ته ورغلی وو دوی استانبول ته رسیدلي ول. د نیویارک ټایمز د رپوټ پر بنسټ له ۱۵ شکمنو کسانو څخه چې ترکیې معرفي کړي دي، لږ تر لږه ۹ تنو یې د سعودي عربستان په امنیتي ادرو، پوځ او مختلفو وزارتونو کې کار کړی دی.

ترمپ: محمد بن سلمان وایې مطلقاً بې خبره دی

د استانبول په هوایې ډګر کې د خاشقجي په قضیه کې شکمن کسانانځور: picture-alliance/AP Photo/TRT World

مخکې تر دې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي ول چې د خاشقجي د لادرکه کیدو په اړه یې له محمد بن سلمان سره تلیفوني خبرې کړي دي او هغه ژمنه کړې ده چې پخپله تخقیقات پیلوي او هر څومره ژر چې ممکن وي د دغو څيړنو پایلې به اعلان کړي.

ترمپ تویت کړی وو: «همدا اوس مې د سعودي له ولیعهد سره خبرې وکړې هغه دا په بشپړ ډول رد کړ او وې ویل چې په دې اړه هیڅ ډول اطلاع نه لري چې په ترکیه کې د دوی په قونسلګرۍ کې څه پيښ شوي دي».

د امریکا ولسمشر اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي، دا چې سعودي عربستان ګرم پيژندل کیږي د رسنیو د تګلارې«د بې ګناهۍ د ثابتولو تر وخته پورې د تورن د محکومولو» یوه بله نمونه ده.

که د شکمنو کسانو د هویت په اړه د نیویارک ټایمز رپوټ رښتیا ثابت شي، د سعودي عربستان او د دې هیواد د ولیعهد د مدافعينو دریځ به کمزوری شي.

نیویارک ټایمز مخکې تر دې د یوه باخبره سرچينې په حواله لیکلي وو چې د سعودي عربستان ولیعهد له خاشقجي څخه د تحقيق کولو او یا له ترکیې څخه د هغه تښتولو او سعودي عربستان ته له انتقالو سره موافقه کړې وه.

دې باخبره سرچينې ویلي ول چې په نهایت کې به د سعودي عربستان حکومت د ولیعهد د محافظت له پاره، د دې هیواد د استخباراتو یو چارواکې ګرم معرفي کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب