ورځپاڼې: امریکا د ایران پر فضا جاسوسي عملیات تر سره کوي
۱۳۹۰ آذر ۱۷, پنجشنبه د نیویارک تایمز ورځپاڼې د پنج شنبې په ورځ ویلي دي چې هغه امریکایي بې پیلوټه لوتکه چې په ایران کې غوځیدلې د متحده ایالاتو د یو جاسوسي پروګرام یوه برخه وه. د ورځپاڼې په حواله دغه الوتکه ایران ته د دغه هیواد د اتمي پروګرام په اړه د معلوماتو د راټولو په موخه استول شوې وه.
ورځپاڼې زیاته کړې ده چې د دغې الوتکې عملیات په ایران کې د متحده ایالاتو لخوا د جاسوسي پروګرامونه یو پټه برخه وه چې د الوتکې په غورځیدو سره افشا شوه.
په همدې حال کې بیا د واشنګټن پوست ورځپاڼي لیکلي دي چې په ایران کې د امریکایي الوتکې غورځیدل ښکارۍ چې واشټن ښایې اوس دغې فیصلې ته رسیدلی وي چې د ایران په وړاندې یوازې سیاسي او اقتصادي تحریمونه کافي نه دي ترڅو دغه هیواد مجبور کړای شي چې له خپل هغه یو پروګرام څخه لاس واخلي چې ویل کیږي موخه د اتومې وسلو جوړول دي.
واشنګټن پوست د ځینو امریکایي چارواکو په حواله لیکلي دي چې امریکا اوس په ایران کې د خپلو اکتشافي بې پیلوټه الوتکو په وسیله عملیات ترسره کوي. په رپورټ کې همداراز راغلي چې متحده ایالات پر اسراییلو او د خلیج پر نورو هیوادونو وسلي پلوري ترڅو د ایران لخوا د احتمالي ګواښ په وړاندې تیارۍ ولري.
واشنګټن پوست لیکلي دي چې د متحده ایالاتو دغه نوې ستراتیژې ښکاره کوي چې امریکا د ایران په وړاندې خپله زغم له لاسه ورکړې ده.
ایراني چارواکي وایي چې الوتکه ایران څخه افغانستان ته د تلو په حال کې وه چې راوغوځیده. د دغه هیواد پوځ ادعا کړي چې دغه الوتکه یې د افغانستان او پاکستان سرحد ته نږدي ویشتلې ده. خو پینتاګون بیا ویلي چې داسې شواهد په لاس کې نه شته چې الوتکه دې د ایران لخوا ویشتل شوي وي. متحده ایالاتو همدا ډول یوه الوتکه د اسامه بن لادن د وژلو په عملیاتو کې هم استعمال کړې وه.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم