1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سېلابونو په افغانستان کې لس کسان مړه کړي

۱۴۰۱ تیر ۱۷, جمعه

ملګري ملتونو د جمعې په ورځ وويل چې د افغانستان په شمالي او ختيځو ولایتونو کې د درنو ورښتونو او غیرموسمي سيلابونو له امله لږ تر لږه لس کسان مړه شوي دي. دغه سازمان وايي په مړه شوو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

Afghanistan Parwan-Provinz Überschwemmungen
د آرشیف انځور - په پروان کې د ۲۰۲۰ کال اګست کې د سیلابونهانځور: Reuters

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږه کونکی دفتر (اوچا) وايي چې په دغو طبیعي پيښو کې ۱۱ نور کسان ټپیان شوي هم دي او تر ټولو ډير ځاني تلفات او زیانونه په شرقي ولایتونو ننګرهار، نورستان او شمالي ولایت پروان کې اوښتي دي.

د مرستو رسولو پر بهیر د زلزله ځپلو نیوکې

د فرانس پریس په حواله دغه سخت ورښتونه د جولای په ۵مه او ۶مه شوي چې په مجموع کې نهو ولایتونو کې ېې څه د پاسه ۲۸۰ کورونه سخت تخریب کړي او همدارنګه ېې د څلورو پلونو او اته کیلومتره يوه سړک په شمول نور زیربنايي زیانونه هم اړولي دي.

د اعلاميې پر اساس، دا د ېوې میاشتې څخه په کمه موده کې دوهم ځل دی چې شرقي ولایتونه دا ډول د سختو سيلابونو راوتل تجربه کوي. په مجموع کې په دغو سيلابونو کې ۱۹ کسان مړه شوي او ۱۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د زلزلې د قرباني کورنيو بې سرپرته ماشومانو برخليک به څه وي؟

د افغانستان د فواید عامې وزارت ويلي دي چې په نورستان ولایت کې بیا د درنو ورښتو له کبله ځمکه ښویدنه رامنځ ته شوې چې په نتیجه کې له کنړ څخه د نورستان مرکز ته غځيدلې سړک د ترافیکو پر مخ بند شوی دی.

د فرانس پریس په رپوټ کې زیاته شوې چې دغه وزارت د سړک د بیرته خلاصولو په موخه د درونو وسایلو په کار اچولو سره خپل اقدامات پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره مياشت د افغانستان په پکتيکا او خوست ولایتونو کې د سختې زلزلې له کبله له ۱۰۰۰ ډير کسان مړه، شاوخوا ۲۰۰۰ کسان ټپيان او له ۱۰ زرو ډير کورنه تخریب شول.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

زلزله ځپلې کورنۍ تر خيمو او شنه آسمان لاندې ورځې شپې تيروي

03:24

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل