د افغانستان د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د پولیو واکسین پسرلنی کمپاین پیل کړ. دغه پروګرام د جمعې تر ورځې ادامه لري. د درو ولایتونو پرته دغه وزارت په ټولو ولایتونو کې تر پنځه کلنۍ کښته ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکوي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada
اعلان
د واکسین په اوسني پروګرام کې بامیان، دایکندي او غور ولایتونه د یخنۍ له کبله نه دي شامل کړل شوي. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ویلي دي چې تیر کال کور په کور د واکسین د تطبیق کمپاین د دولت د مخالفنیو له لوري ودرول شو چې په پایله کې یې د کندهار، هلمند، روزګان او زابل په ۲۲ ولسوالیو کې ماشومان د ګوزڼ له واکسینه محرومه شول.
د فیروز په خبره شا او ۹۰۰ زره ماشومان په دغو ولایتونو کې نه دي واکسین شوي. د هغه په خبره په همدې وجه يې تیرکال په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۲ پيښې ثبت کړي دي.
خو د عامې روغتیا وزیر وویل چې د نړیوالې ټولنې، علماوو او روغتیا وزارت په هڅو اوس یاد وزارت له طالبانو سره توافق ته رسیدلی دی. د دغه توافق پر اساس سږکال به د پولیو واکسین کور په کور نه، بلکې کلي په کلي به تطبیق شي او طالبانو له دې ډول سره موافقه کړې ده.
د فیروز په خبره د هغو ماشومانو شمیر چې د ګوزڼ له واکسینه بې برخې پاتې دي له ۹۰۰ زرو څخه به۲۰۰ زرو ته راټیټ شي. هغه زیاته کړه چې د دغه توافق په پایله کې به هغه ۷۰۰ زره ماشومان چې تیرکال له واکسینه پاتې ول، سږکال به واکسین شي. د عامې روغتیا وزیر دا هم وویل چې د روانې میاشتې تر پايه پورې به دغه ۲۰۰ زره ماشومان هم واکسین شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ارقامو له مخې ۶۰ زره ماشومان په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د ګوزڼ له واکسینه محرومه دي. د عامې روغتیا وزیر وویل چې دغه ماشومان له واکسینه محرومه دي او د دولت مخالفین «اصلا» د لاس رسي او واکسین اجازه نه ورکوي. هغه د مخالفینو په مخاطب کولو سره وویل: «د عامې روغتيا وزارت یو غیر سیاسي سکتوري وزارت دی چې ټولو باید صحي خدمات وړاندې کړي.»
ښاغلي فیروز وویل چې کابو په ټوله نړۍ کې پولیو یا د ګوزڼ پيښې له منځه تللي دي او یوازې افغانستان او پاکستان د دغې ناروغۍ د پيښو شاهدان دي. هغه وویل چې په روان کال کې تر اوسه د ګوزڼ درې پيښې (دوې په کندهار او یوه په روزګان کې) ثبت شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
څرنګه کولی شو ځان له ملاریا وژغورو؟
د هوا په ګرمیدو سره د دې خطر هم ډیریږي چې د انافيل غوماشي انسان وچیچي او د ملاریا په ناروغۍ اخته شي. له دې ناروغۍ څخه د وقایې له پاره څو لنډې سپارښتنې دلته لوستلای شئ.
له انافيل غوماشې او پر ملاریا ناروغۍ له اخته کیدو څخه د ځان ژغورني له پاره تر ټولو ښه لاره له پشه خانو څخه استفاده ده. که پشه خانه د ښه کیفیت لرونکې وي نو دغه ماشي نه شې کولی له هغې تیر او خپل هدف ته ځان ورسوي. تر ټولو ډاډمني پشه خانې هغه دي چې په کیمیاوي موادو ککړې دي چې دا د ماشي عصبي سیستم اختلالوي او د ماشي د مړينې سبب ګرځي.
انځور: Cécilia Conan
د ډنډو اوبو لمنځه وړل
دا ډیره مهمه ده چې ډنډشوي او ګنده اوبه لمنځه یوړل شي، ځکه دا د ملاریا د عامل (آنافيل ماشي) د اوسیدو او لویدو ځای وي. همدارنګه زاړه ټایرونه او د خوړو تشې قطۍ چې اوبه په کښې ډنډیږي هم د ماشو په استوګنځایونو بدلیږي. په دې توګه نو ویلی شو چې هر ډول ولاړې او ګنده اوبه کیدای شي یو خطر وي. ۳۰ درجې حرارت د دې ماشي د تولید او تکثر له پاره ډیر مناسب وي.
انځور: DW/A. Pacheco
د مناسبو جامو اغوستل
یوه بله لاره هم د روښانه رنګ لرونکو جامو اغوستل دي. د تیاره یا تیز رنګ درلودونکي جامې د روښانه رنګ په پرتله ډیر د آنافيل ماشې ځان ته را جلبوي. همدارنګه ښه به دا وي چې د اوږد لستوڼي لرونکی کميس واغوستل شي او جرابې په پښو شي چې د ماشو په وسیله د چیچل کیدو امکان ټيټ شي.
انځور: picture alliance/dpa Themendienst
د ماشو له پاره دام
د ملاریا د آنافيل ماشي له پاره یو خاص دام وجود لري. دغه په اصطلاح دام یو ځانګړی سرپوښ لري او دننه په کې له ماشو را جلبونکي مواد د بیلګې په توګه کاربن دای اکساید او اسید لاکتیک شته. دغه مواد د انسان بدن ته ورته بوي لري. نومړي کیمیاوي مواد ماشې د ځان خواته را جلبوي او بیا هلته دننه بندي پاتيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel
د اړتیا په صروت کې درمل واخلئ
داسې ډیر درمل شته چې سړی کولی شي هغو سیمو ته له سفر کولو څخه مخکې ترې د وقایوي درملو په توګه استفاده وکړي چې د ملاریا سیمې بلل کیږي. د بیلګې په توګه داسې یو درمل شته چې هغو سیمو ته چې ملاریا پکې ډیره ده له سفر کولو یوه ورځ مخکې او له بیرته ستنیدو اووه ورځې وروسته باید ؤخوړل شي. البته د ملاریا وقایوي ګولې کیدای شي جانبي عوارض هم ولري.
انځور: Getty Images/Marco Di Lauro
د ملاریا واکسين ته انتظار مه باسئ
په وار وار داسې خبرونه خپریږي چې بالاخره به د ملاریا ضد واکسين رامنځته شي. خو کارپوهان تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې د ملاریا پر ضد یو قوي او اغیزمن واکسين جوړ کړي. د روغتیایې چارو کارپوهان حتی سپارښتنه کوي چې د ملاریا پر ضد یو قوي او اغیزمن واکسين ته ډیر هیله مند هم مه اوسئ. دا ضمانت هیڅوک نه شي کولی چې یوه ورځ به د ملاریا پر ضد یو اغېزمن واکسين رامنځته شي.