1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

وسله والو شپږ ايراني پوله ساتونکي وژلي دي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

د ايران په ناآرام سيستان بلوچستان ولايت کې د ځايي رسنيو په حواله شپږ ايراني پوله ساتونکي له يوې وسله والې ډلې سره په نښتو کې وژل شوي. پېښه د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه په ساروان کې شوې.

د ایران او افغانستان پر ګډي پولي نښته رامینځته شوې
د ایران او افغانستان پر ګډي پولي نښته رامینځته شوېانځور: Jawdat Ahmed/Pacific Press/picture alliance

د ايران په ناآرام سيستان بلوچستان ولايت کې د ځايي رسنيو په حواله شپږ ايراني پوله ساتونکي له يوې وسله والې ډلې سره په نښتو کې وژل شوي. پېښه د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه په ساروان کې شوې.

ایران: د اعدامونو په غبرګون کې اعتراضونه پيل شوي

د ايران د عدليې وزارت رسمي ويبپاڼې، ميزان آنلاين، په حواله او د ځايي څارنوال مهدي شمس آبادي په قول د ميزان په خبر کې ويل شوي چې شپږ ايراني پوله ساتونکي د ايران په سيستان او بلوچستان آيالت کې په يوه وسله واله نښته کې وژل شوي دي. د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې يوې »تروريستي ډلې« هڅه کړې وه چې ايران ته داخله شي، خو تر نښتو وروسته بېرته د پولې پورې غاړې ته وتښتېده.

ایران د اعتراضونو په تړاو ۳ کسان اعدام کړي

د مارچ په ۱۱مه نېټه هم په دغه سيمه کې دوه تنه پوليس د »مجرمانو« له خوا په ډزو وويشتل او ووژل شول. دغه خبر دولتي خبري آژانس ايرنا ورکړی و. د ايران د سيستان او بلوچستان ولايت د پاکستان تر څنګ له افغانستان سره هم جوخت پروت دی. په دغه ولايت کې د ايراني امنيتي ځواکونو او د نشه يي توکو د قاچاقچيانو، د بلوچ اقليت له ياغيانو او سني مذهبه جهادي ډلو ترمنځ په وار وار نښتې کيږي. 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب