1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو طالبانو د سنگين ولسوالۍ پر مرکز يرغل کړی

۱۳۹۵ بهمن ۱۱, دوشنبه

د سنگين ولسوالۍ يوه قومي مشر ويلي دي چي وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ د دغي ولسوالۍ پر مرکز يرغل کړی دئ. هغه ويلي دي چي طالبانو د ولسوالۍ وداني او امنيه قومانداني نيولې ده.

Afghanistan Abdulghafur Afghanyar (Bildergalerie)
انځور: Police Handout

د جرمني خبري آژانس لیکي چي حاجي سيف الدين سنگينوال د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي چي د دغي ولسوالۍ پر مرکز باندي تر ساعتونو جگړې وروسته وسله والو طالبانو د ولسوالۍ وداني او امنيه قومانداني نيولي دي. هغه ويلي دي چي امنيتي ځواکونه يوې نژدې سيمي ته پر شا سوي دي.

سنگينوال ويلي دي چي دواړو خواوو ته تلفات هم اوښتي دي.

خو د هلمند ولايت مقام او پوليسو وياندانو ويلي دي چي وسله وال طالبان بيرته پر شا تمبول سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د ملي امنيت شورا له خوا د هلمند له چارواکو غوښتل سوي ول چي په دغه ولايت کي د امنيت په اړه په خبر ورکولو کي پام وکړي.

د هلمند د ځينو نورو ولسواليو د مرکزونو په شان د سنگين ولسوالۍ مرکزي بازار هم له څو مياشتي راهيسي په بشپړه توگه تړل سوی دئ.

د حاجي سيف الدين سنگينوال په خبره په دغه ولسوالۍ کي نژدې ۴۰۰ دوکانونه له مياشتو راهيسي تړل سوي دي.

وسله وال طالبان د هلمند ولايت نژدې ۸۰ سلنه سيمه په کنترول کي لري. هلمند په افغانستان کي د کوکنارو د کښت او کروندې ستر مرکز بلل کيږي.

نور مطالب:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب