1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو په جلال آباد کې دوه طالبان وژلي

۱۴۰۰ شهریور ۳۱, چهارشنبه

امنیتي سرچینو او عیني شاهدانو ویلي دي چې ناپيژاندو وسله والو په جلال آباد ښار کې د چهارشنبې په ورځ یو ملکي کس او دوه طالبان په ډزو وژلي دي.

 Afghanistan | Taliban in Jalalabad
انځور: Stringer/AA/picture alliance

دا په ننګرهار ولایت کې پر طالبانو باندې د بریدونو وروستۍ پیښه ده. دغه ولایت په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې اصلي مرکز بلل کیږي.

امنیتي سرچینو او عیني شاهدانو ویلي دي چې ناپیژندل شوي وسله وال چې په یوې رکشا کې سپاره ول، د جلال آباد ښار په غوچک سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ او په پایله کې یې یو ملکي کس او دوه طالبان ووژل. د طالبانو یوه قوماندان دغه پیښه تایید کړې ده خو ویلي يې دي چې وژل شوي ټول کسان ملکي وګړي دي.

په جلال آباد کې په یوه بله پیښه کې بیا دوه تنه طالبان هغه وخت ټپیان شوي چې د یوه په لاس جوړ شوي بم د خنثی کولو هڅه یې کوله. دغه خبره ځایي اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس ته کړې ده خو لا تر اوسه پورې یې په اړه نور جزئیات په لاس کې نه شته.

د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې خراسان شاخې په وروستیو وختونو کې په جلال آباد ښار کې د څو بریدونو پړه منلې ده چې په پایله کې یې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي. دا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته لومړۍ خونړۍ چاودنې وې.

د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د خراسان شاخې همدا راز په د اګست میاشتې په پای کې پر کابل هوایي ډګر باندې د برید پړه هم ومنله چې په پایله کې یې تر سلو ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.