1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو په سمنګان کې پنځه هزاره ګان وژلي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۷, چهارشنبه

ناپيژاندو وسله والو د افغانستان په سمنګان ولايت کې پنځه هزاره ګان وژلي دي. د دغه ولایت يوه امنيتي چارواکي وويل چې دغه کسان د سه شنبې په ورځ ناوخته د دغه ولایت دره صوف ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژل شوي دي.

Afghanistan | Sicherheit | Samangan Provinz
انځور: Bashir Ahamad Fayaz/DW

د آلمان خبري آژانس د یو ځايي امنيتي چارواکي په حواله ليکي چې وسله والو کسانو لومړی مزار شریف ښار ته تلونکی یو موټر درولی او پکې ناست مساپر يې کوز او یوه کلي ته ېې بيولي چې هلته ېې له ډلې څخه پنځه کسان وژلي او دوه نور ېې سخت وهلي ډبولي دي.

دغه طالب چارواکي وويل چې د پيښې عاملان تښتېدلي او امنيتي ځواکونو يې د موندلو په موخه لټون پيل کړی دی.

د افغانستان د هزاره ګانو یوه رهبر، محمد محقق پر يوه آنلاین اعلاميه کې د طالبانو پر هغې اعلاميه نيوکه کړې چې پکې يې ويلي دي چې داعش تروريستي ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې او د هیواد په هيڅ برخه کې کوم علني او فزيکي حضور نه لري.

محقق پر فیسبوک ليکلي دي چې طالبان باید دغې د «فاجعې ډکې» پيښې ته ځواب ووايي.

په سمنګان کې دغه پنځه کسان، په افغانستان کې د وروستيو بریدونو په ادامې چې په هغو کې تر ډيره هزاره ګان په نښه شوي، وژل شوي دي.

د افغانستان هزاره ګان پر دوی شوو حملو ته په کتو ادعا کوي چې دوی د نسل وژنې په معرض کې قرار لري.

تیره اوونۍ په مزارشریف ښار کې د هزاره ګانو د يوه مسجد په منځ کې يوې چاودنې او همدارنګه د کابل په لويديځ کې چې اوسیدونکي ېې تر ډیره هزاره ګان دي، څو چاودنو په لسهاوو ملکیان ووژل او په سلونو نور ېې ټپيان کړل.

د مزارشریف ښار په مسجد کې د چاودنې مسئولیت، «اسلامي دولت» یا داعش ډلې پر غاړه واخیست. دغې ډلې تر دې مخکې هم په افغانستان کې هزاره ګانو باندې خونړۍ حملې تر سره کړي دي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.