1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو په ننګرهار کې دوه طالبان او دوه ملکيان په ډزو وژلي

۱۴۰۰ مهر ۱۱, یکشنبه

وسله والو کسانو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې دوه طالبان او دوه ملکي کسان په ډزو وژلي دي. اسوشتید پریس خبري آژانس د یو طالب چارواکي له قوله لیکي چې دغه پيښه د شنبې په ورځ شوې ده.

Afghanistan | Konflikt mit Taliban | Dschlalalabad
انځور: AFP/Getty Images

په ننګرهار کې د طالبانو د کلتوري چارو يوه مسئول، محمد حنیف، وويل چې په دغې پیښه کې دوه ملکیان ټپیان شوي هم دي.

د دغې حملې مسئوليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو داعش چې په ننګرهار ولایت کې قوي حضور لري او د طالبانو دښمنه ډله ارزول کيږي، د طالبانو پر ضد يې د کړو حملو ادعا کړې ده. له دغو حملو څخه ځینې يې په جلال آباد کې شوي چې طالبان په کې وژل شوي دي.

د شريف سادات په نوم يو تن اسوشتيد پریس ته وويل چې په دوو وژل شوو ملکيانو کې يو يې د ننګرهار ولایت د کرهڼې ادارې پخوانی ویاند، سید معروف سادات او بل د هغه خوريه دی. هغه زیاتوي چې په دوو ټپيانو کې يو يې د معروف سادات زوی دی.

له هغه وخته چې طالبان د اګست مياشتې په نیمايي کې په افغانستان کې واک ته رسیدلي، پر دوی باندې د داعش بریدونه زیات شوي دي.

خو طالبان هم ادعا کوي چې د دغې ډلې د ځپلو په موخه يې اقدامات کړي دي.

د طالبانو یوه ویاند د جمعې په ورځ د کابل په شمال کې د داعش ډلې پر یو پټنځای د پوځي عملیاتو خبر ورکړ او ويې ويل چې په دغه عملیات کې يې داعشیان وژلي، ټپيان کړي او نیولي، خو کره شمیره يې ونه ښوده. داعشیان بيا په ننګرهار کې د طالبانو پر ضد اقدامات ترسره کوي. څو ورځې مخکې هم په ننګرهار ولایت کې پر طالبانو برید شوی وو چې داعش يې مسئولیت منلی وو.

ا.پ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب