1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«وسله والو په هرات کې دوه شیعه عالمان وژلي»

۱۴۰۲ آذر ۲, پنجشنبه

په هرات کې د طالبانو يوې سرچينې ويلي دي چې نامعلومو وسله والو د هرات ښار په دولسمه ناحیه کې دوه شیعه دیني عالمان په ډزو ويشتلي او وژلي دي.

هرات افغانستان د طالبانو یو پوځي
هرات افغانستان د طالبانو یو پوځي انځور: AFP

دغه پيښه نن پنجشنبه (۲۰۲۳م کال د نوامبر ۲۳) د غرمې شاوخوا ۱۱ بجې د هرات ښار د المهدي په ښار ګوټي کې رامنځته شوې ده.

په هرات کې د طالبانو یوه استخباراتي چارواکي د نوم د نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل: «د نامعلومو وسله والو په برید کې د شیخ رجب اخلاق او خادم حسین هدایتي په نومونو دوه شیعه عالمان وژل شوي دي».

سرچينه وايې چې تر اوسه د دي پېښي لامل نه دی روښانه شوی، خو په دې برخه کې د کشفي ارګانونو پلټني رواني دي.

همداراز یو شمېر عیني شاهدانو دویچه ویله ته وویل، یاد دیني عالمان د خپل کور پر لور روان وه، چې د موټر سایکل سپرو وسله والو تر برید لاندي راغلل.

د عیني شاهدانو په وینا، د دغو دیني عالمانو مړي د هرات صادقيې جومات ته لېږدول شوي دي.

که څه هم تر اوسه د دې پېښې پړه کوم چا یا ډلي پر غاړه نه ده اخیستې، خو د ویلو ده چې تر دې وړاندې داعش وسله والې ډلې پر شیعه ګانو تر ډیره د دارنګه بریدونو مسؤلیت منلی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب