تروريزم
وسله والو ښايي د افغانستان په غرب کې پوځي چورلکه ويشتلې وي
۱۳۹۷ شهریور ۲۴, شنبهاعلان
د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختور، د پیښې په هکله وویل چې داسې ګمان کیږي چې د جمعې په ورځ ناوخته پر دغې هلیکوپترې طالب جنګیالیو ډزې کړي وي او بیا وروسته د تخنیکي ستونزو له کبله د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې رالوېدلې ده.
د فراه د ولایتي چارواکو په حواله د چورلکې د لوېدلو سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې سیمه ده. ځايي چارواکو همداراز ویلي چې په دې پوځي هلیکوپتره کې دوه پیلوټان او د ملي اردو درې نخښه ویشتونکي سپاره وو.
دا په داسې حال کې ده چې د یوې اونۍ څخه په کمه موده کې په همدې ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر یو شمیر امنيتي بنسټونو باندې د طالبانو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۹ سرتیري وژل شوي دي.