1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافریقا

وسله والو کسانو په سوډان کې ۶۰ تنه وژلي

۱۳۹۹ مرداد ۶, دوشنبه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د سوډان په دارفور سیمه کې نږدې ۵۰۰ واسله والو پر مسالت قوم برید کړی دی. برید کوونکو د چور سربیره د دغو کسانو کورونه هم سوځولي دي.

Sudan - Binnenvertriebene in  Abu Shouk Lager in Darfur
انځور: Getty Images/AFP/A. Shazly

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو اړوندې ادارې (او سي ایچ ای) یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې د سوډان په مستیري ښار کې د مسالت قوم یو وار بیا په نښه شوی دی. د رپوټونو په حواله نږدې ۵۰۰ وسله والو کسانو برید کړی چې په پایله کې ۶۰ تنه وژل شوي او نږدې ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

برید کوونکو کورونو ته اور اچولی او د سیمې د بازار ځيني برخي یې چوړ کړي دي.

ملګرو ملتونو په دې اړه یوه بیانیه کې ویلي دي: «دا په تیره اونۍ کې له رامنځته شویو امنیتي پيښو څخه یوه ده چې پکې کورنه سوځول شوي دي، بازار او دوکانونه لوټ شوي او زیربنا ته یې زیان رسولی دی.»

په خرطوم کې د «او سي ایچ ای» دفتر په حواله د دارفور په مختلفو برخو کې د تشدد په بیلابیلو پيښو کې د زیاتوالي له امله د ډیرو خلکو د بې کوره کیدو تر څنګ د فصلونو د حاصلاتو د ضایع کیدو ویره موجوده ده.

په دارفور کې د کروندګرو قبایلو او بې کوره عربانو ترمنځ وخت ناوخته د ځمکې پر سر او نورو مختلفو مسائلو نښتې رامنځته کیږي، خو دا ډول یوه پيښه دا ډیر وخت نه وه رامنځته شوې.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

تر دغو بریدونو وروسته په لسونو کسانو د امنیت د ښه کولو په خاطر مظاهرې وکړې. دوی ویل تر هغه چې چارواکو سخت اقدامات نه وي کړي د خپل مړو جسدونه نه ښخوي.

تیره اونۍ په دا ډول یو برید کې د سیمه ایزو خلکو فصلونه او کروندې په نښه شوي ول چې په نتیجه کې یي د ماشومانو په ګډون ۲۰کسان ووژل شول. د سوډان د لومړي وزیر عبدالله حمدوق په وینا حکومت به یي اغیزمنې شوې سیمې ته امنیتي ځواکونه واستوي، څو د کروندو او ګروندګرو حفاظت وکړي.

په سوډان کې تیر کال تر ولسي پاڅون او احتجاجي مظاهرو وروسته د عمر البشیر حکومت را و پرزول شو او له هغه وروسته یو عبوري حکومت کار کوي. دغه حکومت له مودې راهیسې د امنیت د ټینګښت ارمان ته د رسیدو په خاطر، له مختلفو وسله والو ډلو سره ګډ کار کوي.

عمر البشیر په نسل وژنې او له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دی چې له همدې امله یې محاکمه د جزا په نړیواله محکمه کې جریان لري.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب