1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو کسانو په فاریاب کې درې تنه په ډزو وژلي

۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبه

ناپېژاندو وسله والو د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې د طالبانو يو غړی او دوه کان کېندونکي په ډزو وژلي دي. پېښه د اندخوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

Karte Afghanistan Provinz Faryab Deutsch
انځور: DW

په فاریاب ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، شمس الدين محمدي، وويل چې دغه افراد د جمعې په شپه په اندخوی ولسوالۍ کې د مالګې په یوه ګان کې په ډزو ويشتل شوي دي. په دې هکله د آلمان خبري آژانس په رپوټ کې ويل شوي چې تر اوسه د دغې پېښې مسئوليت کوم چا يا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستلی.

د تېر کال په اګست کې وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول، د دوی پر ضد ځای ځای ځينې وسله والې ډلې جوړې شوي، خو دغو ډلو تر اوسه پورې د طالبانو خلاف کومې د پام وړ لاسته راوړنې نه دي لرلي.

په دې منځ کې د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم ډلې هم پر طالبانو او هم ملکيانو باندې بریدونه ترسره کړي دي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د کابل په یوه هزاره ميشته سېمه کې د يو تعلیمي مرکز په منځ کې ځانمرګی بريد وشو چې پکې لږ تر لږه ۵۳ زده کونکي چې اکثریت ېې نجونې وې ووژل شول او له سلو ډير نور ټپیان شول.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل