د آلمان د سويلي ولايت بايرن په مرکزي ښار مونشن يا ميونيخ کي وسله وال بريد مرګ ژوبله رامنځ ته کړې. د دغه ښار د پوليسو د وياند په وينا د دغه ښار په مرکزي برخه کي د ميکدونلد ريستورانت سره نژدې د ماښام د شپږو بجو وروسته ډزي وسوې چي له کبله يې انسانان ژوبل سول. د بعضو خبرونو له مخي بريد کوونکي وسله وال درې کسان ول.
د پوليسو په وينا بريدګر د ډزو کولو وروسته و نژدې واقع سرپټي «اولمپيا» مارکېټ ته ننوتل. زیاته سوې چي پوليسو دغه سرپټی سوپر مارکېټ يا بازار شاوخوا محاصره کړی دی. د خبرونو له مخي د ښار پر سر د امنيتي چارواکو څرخي الوتکي ګردش کوي. اټکل کيږي چي بريدګر په ياد مارکيټ کي پټ دي.
د مونشن مرکزي د اورګاډو تمځی د امنيتي کسانو په غوښتنه خالي کړل سوی دی. د دې تر څنګ په ښار کي تر مځکي لاندي ميترو او په همدې شان د مځکي پر سر پر پټلويو تلونکي اورګاډو خپل کار درولی دی. پوليسو د پيښي د ځای پر لور تلونکي ټول د عامه ترانسپورت وسايل درولي دي.
د راپورونو له مخي پوليسو د ټول ښار پر خلکو ږغ کړی دی چي د ښار د عامه ځايونو څخه دي و راوتلو ته ډه ډه وکړي.
د دغه موضوع د تعقيب له پاره زموږ انټرنټ پاڼه او فيسبوک پاڼه وڅارئ.
انځورونه: د آلمان په مونيخ یا مونشن ښار کي وسله وال بريد
په مونشن کي د احتمالي ۳ وسله والو په ډزو کي لږ تر لږه ۷ انسانان وژل سوي دي. د جمعې په ورځ په ماښام د اولمپیا مارکېټ ته نژدې او بيا د هغه دننه ډزو مرګ ژوبله رامنځ ته کړه. د دغه بريد په تړاو انځوريز راپور دلته کتلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balkد آلمان د صدراعظمې انګېلا مېرکل په دفتر کي د مونشن د بريد په تړاو بېړنۍ غونډه راوبلل سوه.
انځور: Reuters/dedinac/M. Müllerد پوليسو وياند مارکوس دا گلوریا مارتینز د مونشن د بريد په تړاو خبريالانو ته معلومات ورکول.
انځور: picture-alliance/dpa/L. Schulzeد خبرونو له مخي لومړۍ ډزي د مونيخ يا مونشن ښار په منځ کي واورېدل سوې..
انځور: Reuters/dedinac/M. Müllerد دغه بريد په تړاو په لومړي سر کي د ۶ او وروسته د ۸ انسانانو د وژل کېدو خبرونه ورکول سول.
انځور: Reuters/dedinac/M. Müllerپوليسو په لوړ شمېر سره د اولمپيا سر پټي مارکېټ شاوخوا سيمه محاصره کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebertد پوليسو د ملاتړ له پاره د بريد په سيمه کي څرخي الوتکي هم ګرځېدلې.
انځور: DW/J. Ospina-Valenciaبريدګر د ډزو وروسته و اولمپيا کارکېټ دننه ته په تښتېدلو بريالي سول.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppeپوليسو د تښتېدلو بريدګرو د موندلو له پاره و سيمي ته ورتلونکي ټولي لاري بندي کړې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebertد مونشن د مرکزي برخي فضا د امبولانسونو، پوليسو د موټرو او څرخي الوتکو شور نيولې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balkپوليس د اورګاډو د لويو تمځايونو تر څنګ د ښار نورو حساسو ځايونو ته د امنيت نيونې په مقصد ورسېدل.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balkپوليسو د بريد له سيمي څخه د خلکو په خوندي ځايونو ته انتقالولو کي مرسته وکړه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppeد بريد شاهدانو په لومړي سر کي وويل چي درې وسله وال يې وليدل.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balkپوليسو په لومړي سر کي دغه بريد يو «وسله وال بريد» وباله. خو وروسته يې وويل چي کيدلای سي چي دغه يو «ترهګر بريد» وي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebertد جمعې په ورځ د ماښام د شپږو بجو څخه مخکي د مونيخ په مرکز کي ډزي واورېدل سوې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebertپوليسو د مونشن له اوسېدونکو وغوښتل چي په خپلو کورونو کي دننه پاته سي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhagerد مونيخ دننه د هر ډول عمومي ترانسپورت تګ راتګ بند کړل سو.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhagerپوليسو له مځکي او هوا څخه وضعه څارله.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balkپوليسو په مونيخ کي له انسانانو وغوښتل چي و بازارونو او ښار نورو برخو ته له تګ څخه دي صرف نظر وکړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Widmann