1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

وسلوالو شمالي وزیرستان کې ۶ تنه وژلي دي

۱۴۰۲ دی ۱۲, سه‌شنبه

د افغانستان پولې ته نږدې د شمالي وزیرستان د میرعلي په موسکي سيمه کې نامعلومو وسلوالو ۶ تنه په ‌ډزو وژلي دي.

آرشيف انځور: په کویټه کې ځانمرګی بريد
آرشيف انځور: په کویټه کې ځانمرګی بريدانځور: Ghani Kakar/DW

 ځایي پولیسو په حواله  خبر ورکړی دی چې تیره شپه ناوخته د شمالي وزيرستان د موسکي سیمې ۶ کاریګر چې د پنجاب اصلي اوسېدونکي دي او په دې سېمه کې یې د نایي توب کار کوه، لومړی د وسلوالو له لوري تښتول شوي او بیا یې مړي په یوې پخوانۍ کلا کې موندل شوي دي.

د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله تر اوسه د دې برید پړه چا نه ده منلې خو د پولیسو ځایي مشر جمال خان رسنیو ته ویلي چې د پېښې په اړه یې خپلې پلټنې شروع کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د شمالي وزیرستان میرعلي سېمه یوه له هغه سېمو ده چې پاکستاني طالبان یا «ټي ټي پي» پکې پراخ نفو‌ذ لري.

 

په پاکستان کې په دې وروستیو کې وسلوال بریدونه ډېر شوي چې ډېر کله یې مسوولیت پاکستاني طالبان یا «ټي ټي پي» اخلي او همدغه د دې لامل شوي چې افغانستان کې د واکمنو طالبانو او دپاکستاند حکومت ترمنځ اړیکې مخ پر ترینګلتیا روانې دي.

آیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې مخ پر خرابیدو دي؟

29:30

This browser does not support the video element.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب