1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د لوګر د ولایتي شورا غړی او ساتونکي یې په کابل کې ووژل شول

۱۳۹۸ اسفند ۱۸, یکشنبه

چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ په پلازمینه کابل کې د لوګر د ولایتي شورا غړی او دوه ساتونکي یې د نامعلومو وسلوالو له لوري په ډزو وژل شوي دي. تر اوسه پورې د دغې پیښې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Afghanistan Kabul | Anschlag auf schiitische Gedenkfeier
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/S. Khodaiberdi Sadat

د یکشبنې په  ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۸ مه نیټه) افغان چارواکو وویل چې د لوګر د ولایتي شورا غړی محمد ناصر غیرت د کابل ښار په اتمه حوزه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د آلمان خبري آژانس ته وویل چې تر اوسه پورې د پیښې دلیل نه دی معلوم او دا چې د پیښې مسولیت هم چا نه دی منلی.

بل لوري ته د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ، هم د یادې پیښې پخلی کړی خو زیاتوي چې په دې پیښه کې د غیرت دوه نه بلکې درې ساتونکي وژل شوي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ولسمشرۍ ماڼې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د غیرت وژل کیدل غندلي دي او غیرت یې ملي ژمنو ته ژمن کس یاد کړی دی. په اعلامیه کې راغلي: « د افغانستان دښمنان د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره، په سوله ییز، باثباته او پرمختللي افغانستان او د سولې برابر شوي فرصت څخه په اعظمي استفادې زموږ د هیوادوالو پیاوړې هیلې نشي کمزورې کولای.»

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې هم یو شمیر وسلوالو کسانو په کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو برید وکړ چې په پایله کې یې ۳۲ تنه ووژل شول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل