وسلې خرڅوونکي ۱۰ لوی نړيوال شرکتونه
۱۳۹۵ آذر ۱۹, جمعهوسلې خرڅوونکي ۱۰ لوی شرکتونه
په ستوکهولم کي د سولي څېړنيز مرکز سيپري په خپل راپور کي ليکلي چي په ۲۰۱۵ کال په نړۍ کي د ۳۷۰،۷ ملياردو ډالرو په حجم وسلې پلورل سوي دي. د دغو وسلو څخه تر نيمايي زياته برخه صرف د دغو ۱۰ شرکتونو له خوا پلورل سوې.
۱ مقام ـ لوکهيد مارتين، متحده ايالات ـ ۳۶،۴ مليارده ډالره
[ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۲ مقام ـ بوينګ، متحده ايالات ـ ۲۸ مليارده ډالره
۳ مقام ـ BAE سيستمز، بريتانيه ـ ۲۵،۵ مليارده ډالره
۴ ـ مقام ـ رای تيون، متحده ايالات ـ ۲۱ مليارده ډالره
۵ مقام ـ نورتروپ ګرمن، متحده ايالات ـ ۲۰ مليارده ډالره
۶ مقام ـ جنرل ډايناميکس، متحده ايالات ـ ۱۹،۳ مليارده ډالره
۷ مقام ـ ائيربس، فرانسه ـ ۱۲،۹ مليارده ډالره
۸ مقام ـ يونايتد تکنالوجيز، متحده ايالات ـ ۹،۵ مليارده ډالره
۹ مقام ـ فينميکانيکا، ايټاليا ـ ۹،۳ مليارده ډالره
۱۰ مقام ـ L3، متحده ايالات ـ ۸،۸ مليارده ډالره
[ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.10.2015):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.12.2014):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.04.2015):
انځورونه: د ايران جوړ نوي پوځي تجهيزات
په دې انځوريز راپور کي د ايران جوړ پوځي تجهيزات ليدلای سئ. ايران له څو کلو راهيسي پر بې پيلوټه الوتکي سربيره ټانکونه او اوبتلونه جوړ کړي دي.
فلاق تانک
ايسنا خبري آژنس خبر ورکړی دئ، چي د ايران پوځ له خوا پلي ځواک ته نوي جوړي سوي پوځي تجهيزات د «پوځي اووني» په درشل کي وښودل.
دوی وايي چي «فلاق تانک» د تانکونو راتلونکی نسل دئ.
د ايران جوړ «السابحات» اوبتل
د ايران د دفاع وزارت د «السابحات» اوبتل د دغه عکس په خپرولو سره ليکلي دي چي، دغه اوبتل کولای سي بېلابېل پوځي عمليات تر سره کړي.
ايران د «پوځ ورځ» د لمانځلو پرمهال دغه اوبتل وښود.
د ايران جوړ «السابحات» اوبتل.
«ضفر ۳۰۰» څرخۍ الوتکه
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخي د ايران د دفاع وزارت «ظفر ۳۰۰» څرخۍ الوتکه د امریکا د Bell AH-1 Cobra الوتکي له مخي جوړه کړې ده.
د ايران جوړ «غدير» اوبتل.
د ايران پوځ له خوا جوړ «فلاق تانک» ښودنه.
د ايران جوړ تايري ټانک. له دغو تانکونو څخه په ښارونو کي کار اخيستل کيږي.
د ايران جوړ «الوتونکۍ کښتۍ باور ۲».
فلاق تانک له بله اړخه.
د ايران جوړ زغروال اتومات تانک.
د ايران جوړ زغروال تايري تانک.
په تانکونو کي نقشې هم لگول سوي دي.
دغه تايري تانک هم ايران جوړ کړی دئ.
انځورونه: په پاکستان کې د وسلو نندارتون
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ۲۰۱۴ کال د دفاعي وسلو څلور ورځنې نندارتون د پنجشنې په ورځ (دسمبر ۴مه نیټه) پای ته ورسید. په دې نندارتون کې تر ۶۰ ډیرو نړیوالو او تر۷۰ ډیرو پاکستاني شرکتونو گډون کړی وو.
په دې نندارتون کې د نړۍ له مختلفو برخو څخه تر ۶۰ ډیرو استازو گډون کړی وو. همدارنگه تر ۷۰ زیات پاکستاني شرکتونو په دې نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
د پاکستان په کرچې ښار کې دغه څلور ورځنی نندارتون د دوشنبې په ورځ پيل او د پنج شنبې په ورځ پای ته ورسید. د دغه نندارتون د پرانیستي په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، هم گډون کړی وو.
په دې نندارتون کې د یوه روسي چورلکي جوړونکي کمپنې له خوا هم یوه غرفه موجوده وه. داسې ښکاري چې په دې ورستیو کې د پاکستان او روسي تر منځ په دفاعي برخه کې همکاري ډیره شوې وي.
دغه نندارتون ته په پاکستان کې د جوړو شویو وسلو له پاره د بازار موندنې په برخه کې د یوې لوې لاسته روړنې په سترگه کتل کیږي.
په دې نندارتون کې د یوې غیر پاکستاني شرکت له خوا د ښارونو د څارنې له پاره کاریدونکي «یو ای وي» یا کمره لرونکي وړوکې الوتکه هم نندارې ته ایښودل شوې وه.
په پاکستان کې جوړیدونکي زغروال موټر هم د بهرنیو نندارچیانو پام ځانته را واړوه.
په نندارتون کې د پاکستان او چین له خوا په گډه جوړې شوې نوې جنگي الوتکې (جي ایف ۱۷ تندر) هم د خلکو پام ځانته را راواړوه.
د نندارتون یو گډونوال د اوکراین په غرفه کې د دغه هیواد له خوا نندارې ته ایښودل شوې یو ټوپک گوري.
د یوه چنایې کمپنۍ له خوا جوړ شوي زغروال واسکټونه او نور وسایل هم نندارې ته ایښودل شوي ول.
د نندارتون نندرچیان د پاکستان هوایې ځواکونو له خوا نندارې ته ایښودل شوو جنگي الوتکو سره خاصه دلچسپي ښکاره کړه..
یو بهرنې د پاکستاني پوځ د درنو وسلو په غرفه کې ایښودل شوي نمونې گوري.
په پاکستان کې د پوځ له پاره جوړیدونکي خیمې یا سیار کمپونه د هر ډول آب و هوا سره د مقاومت توان لري.
په دې نندارتون کې د پاکستان له خوا له جوړیدونکو بې پیلوټو الوتکو څخه نیولې بیا ترد لنډ واټن توپونه هم نندارې ته ایښودل شوې ول.
کوم هیواد څومره اتومي وسلې لري؟
په اوس وخت کې د نړۍ ۹ هیوادونه ۱۶۳۰۰ اتوم بمونه لري. د اتمې وسلو په برخه کې د محدودیت راوستلو له غوښتنو سره سره په دې شمیر کې کموالې نه دی راغلې. په دې انځوریز رپوټ کې به ولیدل شي چې کوم هیواد څومره اتوم بمونه لري.
روسیه
په ستاکهولم کې د سولې د بین المللي تحقیقاتي موسسې( سِپري) په خبره د اتومي وسلو د شمیر په برخه کې روسیه تر ټولو مخکې ده. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره په ۱۹۴۹ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړی وو. روسيه په اوس وخت کې ۸۰۰۰ اتومي وسلي لري.
امریکا متحده ایالات
امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې تر خپل لومړني اټومي ازمیښت لږ وخت وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکي ښارونو باندی اټوم بمونه وغورځول. د سپري په حواله امریکا اوس هم ۷۳۰۰ اتوم بمونه لري.
فرانسه
فرانسه په اروپا کې تر ټولو ډیرې اتومي وسلې لري. د دغو وسلو شمیر ۳۰۰ ښودل شوې دی. فرانسې په ۱۹۶۰ کال کې د اټوم بم جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړی وه.
چین
د آسیا تر ټولو لوې اقتصادي قدرت او د نړۍ تر ټولو لوې د وچې پوځ درلودونکې هیواد چین د پوځ شمیر په هکله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي. اټکل کیږي چې چین ۲۵۰ اټوم بمونه لري. چین په ۱۹۶۴ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو.
بریتانیا
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي بریتانیې په ۱۹۵۲ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو. د امریکا له نږدې متحد هیواد بریتانیې سره اوس وخت ۲۲۵ اټومي وسلې موجودې دي.
پاکستان
پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
هندوستان
په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
اسرائیل
له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
شمالي کوریا
د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.