وسیم اکرم: د پاکستان او هند له لوبو دې ټول خوند واخلي
۱۴۰۴ شهریور ۲۲, شنبه
د پاکستان او هندوستان ترمنځ د یکشنبې کریکټ سیالۍ د دواړه هېوادونو ترمنځ د څلور میاشتې مخکې پوځي جګړې راوروسته لومړنۍ سیالۍ ده. هند او پاکستان د اټومي ځواک درلودونکي سخت رقیب ګاونډي هېوادونه دي. د دوی ترمنځ شدید سیاسي رقابتونه سبب شوي چې ترمنځ ېې د کریکټ سیالۍ هم د نورو ټيمونو په پرتله خورا هیجاني او له جزباتو ډکې وي.
کېدای شي د کریکټ آسیا جام په سیالیو کې د پاکستان او هند لوبې د دغه جام تر ټولو له فشاره ډکې سیالۍ وي چې له درو څخه به ېې لومړنۍ سبا ترسره کيږي.
خو د پاکستان پخواني د کيڼ لاس غښتلي توپ اچونکي، وسیم اکرم، وايي کریکټ یو ورزش دی، لوبه ده باید له نورو اختلافاتو سره ونه تړل شي. هغه د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي چې د هند او پاکستان کریکټران باید شخړې هېرې او په کریکټ کې له رقابت خوند واخلي: «خوند ترې واخلئ، دا د کریکټ لوبه ده.»
اکرم زیاته کړه: «له کریکټ پرته نور هر څه هېر کړئ. یو ټیم به ېې ګټي او بل به ېې بایلي.»
په ځانګړې توګه د روان کال جکړه سبب شوه چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې د تیرو لسیزو په ترڅ کې تر ټولو خپلې ټیټې کچې ته رسیدلي دي. هند د دغې جګړې له کبله د آي پي ال یا د هندوستان د کریکټ غوره لیک سیالۍ د ېوې اوونۍ له پاره وځنډولې.
هند او پاکستان د ممبي ۲۰۰۸م کال خونړۍ حملې را وروسته په خپلو کې د کریکټ دوه اړخیزې لوبې نه دي کړي. هندوستان چې د یادې حملې مسوولیت پر پاکستاني اورپکو وراچوي پاکستان سره د لوبو د بایکاټ کولو غوښتنو پر وړاندې مقاومت کړی دی.
وسیم اکرم هند او پاکستان ټيمونو او د هغوی مینه والو ته وویل: «یوازې له شېبو خوند واخلئ که چېرته ګټونکي شوئ. فشارونه به وي، له هغو خوند واخلئ او دسپیلن وښیئ، ځکه دا صرف یوه لوبه ده. دا دواړو ټيمونو او د هغوی مینه والو له پاره ده چې دا کار وکړي.»
د پاکستان او هند راروانه لوبه د دوبی د کریکټ په نړیوال لوبغالي کې کيږي. دغه لوبغالی چې د ۲۵زره لیدونکو ځای لري د دغې لوبې له پاره ېې له مخکې ټکټونه اخیستل شوي دي.
وسیم اکرم زیاته کړه: «زه د هند پر وړاندې له هرې لوبې خوند اخلم او د سیال ټيم غړي هم ورته حالت کې دي.»
۵۹ کلن وسیم اکرم په ۱۹۹۹ کې د افراطي کړیو له ګواښونو سره سره، د پاکستان د کریکټ یو سفر هندوستان ته تنظیم کړ. وسیم اکرم د پاکستان ټيم ته سپارښتنه کوي چې لوی فکر وکړي او د خپل زوړ رقیب هندوستان او د لوبغالي له شور او هېچان تر اغیز لاندې رانشي.
هغه د افغانستان، پاکستان او اماراتو ددرې اخیز سریز په پایلوبه کې د پاکستان بریا ته په کتو وویل چې پاکستان همدارنګه چانس په شل اوریز نړېوال جام کې هم لرلی شي.