1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولاديمير پوتين هندوستان ته سفر کړی

۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبه

اوس مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، هندوستان ته رسیدلی دی چې د دې هیواد له چارواکو سره وویني. د دې سفر په ترڅ کې به پوتین نن د هندوستان له لومړي وزیر منموهن سنګ، سره تر لیدنې وروسته ډواړه هیوادونه له یو بل سره د سوداګري، ساینس، د قانون پلي کولو او زده کړو په برخو کې تړونونه لاسلیک کړي. که څه هم له ۲۰۰۰ کال راهیسې د هندوستان او روسیې تر منځ تجارتي اړیکې د ودې په حال کې دي، خو دغه وده په وروستیو کلونو کې یو څه سسته شوې ده. هندوستان اوس هم د روسیې د پوځي تجهیزاتو تر ټولو لوی واردوونکی هیواد دی. خو په وروستیو کې هندوستان د روسي کمپنیو پر ځای په څو مواردو کې له غربي هیوادونو څخه وسلې رانیولي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب