1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«بالامرغاب ولسوالي د سقوط په حال ده»

۱۳۹۸ فروردین ۱۵, پنجشنبه

د باغيس محلي چارواکي وايي چي د دغه ولايت بالامرغاب ولسوالي له سقوط سره مخامخ ده. د ولايتي شورا چارواکي وايي چي تر ۵۰ زيات امنيتي ځواکونه وژل سوي، زخمي سوي او يا هم يرغمل سوي دي.

Karte Afghanistan Provinz Badghis Englisch
انځور: DW

د باغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيگ د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چي په بالامرغاب ولسوالۍ کي د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جگړه د تيري شپې له ۱۱ بجو راهيسي پيل سوې ده.

هغه ويلي دي چي په دغه جگړه کي د تلفاتو په اړه تر اوسه هيڅ معلومات نه سته.

عبدالعزيز بيگ او محمد ناصر نظري ويلي دي چي له مودې راهيسي په دغه ولسوالۍ کي کله نا کله نښتي رواني وي، خو حکومت توانېدلی نه دی چي هلته د ځواکونو د ملاتړ له پاره نور ځواک ولېږي.

بيگ د آلمان خبري آژانس (دي پي ای) ته ويلي دي چي د تيري شپې په جگړه کي طالبانو د پوليسو درې پوستې نيولي دي او اوس هلته يوازي امنيه قومانداني او د ملي اردو يوه پوسته د حکومت په کنترول کي دي.

د ولايتي شورا دواړو غړو خبرداری ورکړی دی چي که مرکزي حکومت او د ناټو «پريکړنده ملاتړ» ماموريت د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ اقدام و نه کړي، نو دغه ولسوالي به ډير ژر سقوط وکړي.

وسله والو طالبانو د پسرلي له پيل او په افغانستان کی د سولي راتلو په موخه خبرو اترو له هڅو سره سم، پر افغان امنيتي ځواکونو باندي خپلو يرغلونو ته زور ورکړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب