1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشريزو ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره کمه ښکاري

۱۳۹۸ مهر ۷, یکشنبه

د انتخاباتو په ورځ لا د افغانانو ونډه پکې ټيټه معلومېده. خو اوس په غير رسمي توګه ويل شوي چې يوازې ۲۰ سلنه ثبت شوو کسانو خپله رايه کارولې ده.

Präsidentschaftswahlen in Afghanistan 2019
انځور: DW/E. Mahdavi

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون ته نژدې کسانو ويلي دي چې له ثبت شوو ۹،۶ ميليونو کسانو څخه يوازې دوو ميليونو په ټاکنو کې برخه اخيستې ده. خو دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون رسمي شمېرې لا موجودې نه دي. خو دغه اټکلونه له نورو پخوانو اټکلونو سره سمون لري. له لوږې سره د مرستې د ټولنې د افغانستان د څانګې مشر، توماس تېن بوېر، ويلي چې د اټکل له مخې دوو ميليونو افغانانو خپله رايه کارولې ده. د وسله والو طابانو له خوا د بريدونو د ګواښونو، د خراب امنيتي وضعيت او په عمومي ډول په انتخاباتو کې د لږ اعتماد او له حکومت څخه د مايوسۍ له کبله او همداراز په انتخاباتو کې د درغليو د راپورونو له کبله کتونکو له ټاکنو د مخه لا ويلي ول، چې په ټاکنو کې به د خلکو ونډه ښايي ټيټه وي. ځينو افغان کارپوهانو تر انتخاباتو مخکې لا ويلي ول چې يوازې يو نيم ميليون مستحق کسان به خپلې رايې وکاروي. 

ستر شاتګ

د ۲۰۱۴ کال ولسمشريزو انتخاباتو ته په کتنې سره دا يو ډېر ستر او څرګند شاتګ دی، که دغه غير رسمي شمېرې البته تائيد هم شي. هغه مهال د خلکو ونډه ۶۰ سلنې ته رسېدله. څه باندې اوو ميليونو خلکو پکې خپله رايه ورکړه. 
د شنبې ورځې (د ۲۰۱۹ م کال د سپتمبر ۲۸مې) د ټاکنو مقدماتي پايلې ښايي د اکتوبر مياشتې تر نيمايي پورې خپرې شي، په داسې حال کې چې رسمي پايلې ښايي د نومبر په پيل کې اعلان شي. مخکښ نوماندان پکې اوسنی ولسمشر، اشرف غني او اجرائيوي مشر، عبدالله عبدالله بلل کيږي. که هيڅ کوم نوماند د رايو مطلق اکثريت تر لاسه نه کړي، بايد د ټاکنو دويم پړاو هم راوغوښتل شي. 

qu/pg/ن ص/م ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل