تلویزیون په ژوندۍ بڼه

ولسمشر غني د ترکمنستان-افغانستان د اوسپني پټلۍ پرانيزي

26.11.2016

ولسمشر غني به د ترکمنستان-افغانستان ترمنځ د اسيا د اوسپني نړيوالي پلټۍ په پرانيست غونډه کي گډون وکړي. غني به دغه راز د ملگرو ملتونو په مشرتوب د «دوامداره ترانسپورتي سيستم» په نړيوال کنفرانس کي هم گډون وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي ولسمشر غني د جمعې په ورځ ماښام ترکمنستان هیواد ته په درې ورځني سفر تللی دئ.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت په حواله د شنبې او يکشنبې په ورځ (د نوامبر ۲۶ او ۲۷) په عشق آباد کي د ملگرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون په مشرتوب د «دوامداره ترانسپورتي سيستم» نړيوال کنفرانس رابلل سوی دئ.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخي، د کنفرانس گډون کوونکي به د دوشنبې په ورځ د اتامراد-امام نظر- آقينې ترمنځ د اسيا د اوسپني نړيوالي پټلۍ په پرانيست غونډه کي هم گډون وکړي.

اتامراد – امام نظر – آقينه، لار د ترکمنستان– افغانستان– تاجيکستان ترمنځ د اورگاډي پټلۍ د غځولو پروژې يوه برخه ده.

د اتامرات– امام نظر– آقينه او اندخوی په نوم دغي ۱۲۰ کيلومتره اورگاډي پټلۍ پر غځولو باندي افغانستان او ترکمنستان د ۲۰۱۱م کال په می مياشت کي سره سلا سول.

پتېيل سوې ده چي په دغه دوه ورځني نړيوال کنفرانس کي به گډون کوونکي، د هيوادونو ترمنځ د يوه داسي ډاډمن ترانسپورتي کريدور د جوړولو ترحي وړاندي کړي، چي د وگړو او سوداگري موادو د تگ را تگ له پاره د اعتبار وړ وي.

په دې کنفرانس کي به پر عمومي او تخصصي غونډو سربيره، نړيوال تړونونه هم لاسليک او دوې اړخيزي او څو اړخيزي غونډي هم جوړي سي.

د دوامداره ترانسپورتي سيستم په دغه نړيوال کنفرانس کي د ملگرو ملتونو پر عمومي منشي بان کي مون سربيره د افغانستان جمهور رئيس محد اشرف غني، د پاکستان لومړی وزير نواز شريف او په لسونو نورو هیوادونو مشران او استازي گډون کوي.

نور مطالب:

له چین څخه افغانستان ته لومړی اورگاډی راورسید

په پام کې ده چې هرې دوې اوونۍ وروسته له چین څخه افغانستان ته د سوداگریزو توکو د انتقالولو له پاره اورگاډی د حیرتان پر لور سفر وکړي. په دې ترڅ کې لومړي اورگاډ د اگست میاشتې پر ۲۵ نېټه حرکت کړی وو، چې د چهارشنبې په ورځ حیرتان ته راورسید.

له چین څخه افغانستان ته لومړی اورگاډی راورسید

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت ویاند ښاغلی قوقندي په حیرتانو کې خبریالانو ته وویل چې تر دې وروسته به هغه سوداگریز توکي چې د کراچۍ او نورو سمندري لارو افغانستان ته راتلل اوس به د دغه اورگاډي په واسطه افغانستان ته لیږدول کیږي.

له چین څخه افغانستان ته لومړی اورگاډی راورسید

څو ورځې تر مخه په چین کې د افغانستان سفیر له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي وو چې «د دغې مستقیمي کرښې رامنځ ته کیدل افغانستان ته دا فرصت برابروي تر څو مونږ وکولای شوي چې خپلې طبیعي منابع چین ته صادر کړو.» په دغو طبیعي منابعو کې د نورو تر څنگ اوسپنه، مس، قیمتي او نیمه قیمتي ډبري، مرمر، لاجورد شامل دي.

له چین څخه افغانستان ته لومړی اورگاډی راورسید

د اورگاډي دغه مستقیمه پټلۍ د چین څخه پیلیږي او د قزاقستان، قرغیزستان څخه وروسته د تاجکستان له لارې حیرتان بندر ته رسیږي. دغه اورگاډی به په میاشت کې دوه وارې سفر کوي چې کابو ۱۲ ورځو کې رسیږي.

له چین څخه افغانستان ته لومړی اورگاډی راورسید

په دې تړاو په حیرتان ښارگوټي کې ځانگړي مراسم په پام کې نیول شوي چې په افغانستان کې د چین سفیر هم پکښې گډون کړی وو. هغه هوډ څرگند کړ چې حکومت به یې افغان سوداگرو ته لا ډیرې سوداگریزي آسانتیاوې برابرې کړې.

1
| 5