1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ولسمشر غني د سولي له پاره د نړيوالي اجماع جوړولو تلاښ کوي

۱۳۹۹ تیر ۱۶, دوشنبه

ولسمشر غني د څو هيوادونو له استازو سره د يو لړ کنفرانسونو په جوړولو غواړي چي له طالبانو سره د سولي د خبرو په موخه يوه نړيواله اجماع جوړه کړي.

Afghanistan  Ashraf Ghani Präsident
انځور: Reuters/M. Ismail

ولسمشر غني روانه اوونۍ د درو انلايني یا انترنتي کنفرانسونو کوربه توب کوي چي لومړی يې نن دوشنبه جوړيږي. په دغو ويديويي کنفرانسونو کي به د ۲۰ هيوادونو استازي گډون ولري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند گران هيواد ويلي دي چي د دغو کنفرانسونو هدف له طالبانو سره د سولي د خبرو په موخه د يوې سيمه ايزي او نړيوالي «اجماع» جوړول دي.

د افغانستان حکومت ويلي چي په دغه کنفرانس کي به د امريکا متحده ايالاتو، روسيې، پاکستان، هندوستان، ايران، چين، مصر او قطر هيوادونو او ملگرو ملتونو استازي هم گډون ولري.

خو تر دغه کنفرانس لږ مخکي د جمهوررئيس غني وياند طالبان د بريدونو په ډيريدو ملامت کړل.

د غني وياند صديق صديقي خبريالانو ته وويل: «زموږ له اړخه د سولي د خبرو اترو له پاره هيڅ ممانعت نه سته، خو موږ وينو چي طالبان په دې پروسه کي جدي نه دي.»

افغان چارواکو ويلي دي چي د هغي موافقې له مخي چي طالبانو له امريکا متحده ايالاتو سره کړې ده چي پکښې د ۵۰۰۰ طالب بنديانو آزادېدل شامل دي، حکومت تر اوسه پورې د طالبانو ۴۰۰۰ بنديان آزاد کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل