ولسمشر غني د ملي ميثاق پروگرام پرانيست
۱۳۹۵ مهر ۴, یکشنبهPAS-Ashraf Ghani :Nationaler Pakt Programm bringt viel Komfort. - MP3-Stereo
نور مطالب
انځورونه: افغان کمان بازانو د ملي یووالي له پاره سیالۍ وکړې
یو شمیرافغان کمان بازان چې د افغانستان بیلابیلو قومونو پورې تړاوړ لري لري په کابل کې سره راټول شوي دي او د ملي وحدت د ښولو له پاره یو له بل سره سیالۍ کوي.
دغه کسان له خپلو لیندیو او غیشو سره د سیالیو له پاره راغلي دي خو د کومې جایزې له پاره سره لوبې نه کوي. هغوی یوازې غواړي چې له دې لارې ملي یوالي وښيي.
په وروستیو وختو کې په افغانستان کې ټاکنیزو شخړو د قومي ستونزو د رامنځ ته کیدو اندیښې رامنځ ته کړي دي.
دغه کسان د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو لکه غزني، وردک او کابل څخه سره راټول شوي دي او غواړي وښيي چې ټاکنو پر هغوی باندې کومه اغیزه نه ده کړې او ملي یووالي یې اوس هم ټینگ دی.
ویل کیږي چې دغه سیالۍ د کوم سازمان له خوا نه دي په لاره اچول شوي او خلکو پخپله هغه پیل کړي دي.
دغه سیالۍ د سنبلې پر ۲۸مه نیټه د کابل په فرغې سیمه کې یوازې د یوې ورځې له پاره جوړې شوې وې.
په دغو سیالیو کې ۵۰ تنو کمان بازانو سره سیالۍ وکړې.
د لیندۍ او غیشو سیالۍ په افغانستان کې ډیر زوړ تاریخ لري.
د ملي یووالي نندارې د وړاندې کولو تر څنگ د دې سیالۍ بل هدف د افغانستان د پخوانیو لوبو بیا ژوندي کول دي.
د سیالیو گډونوالو ویل چې د روزنې له پاره ښه امکانات په لاس کې نه لري.
د سیالیو گډونوالو پر دولت باندې غږ وکړ چې دغې لوبې ته لا ډیر پام وکړې او امکانات ورته برابر کړي.