1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني د کمپاین له پاره له خلکو د مالي مرستي غوښتنه کړې

۱۳۹۸ مرداد ۱۷, پنجشنبه

ولسمشر غني په یوه بې ساري اقدام سره د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین د مصارفو له پاره له خلکو د مالي مرستو غوښتنه کړې. ولسمشر غني پر خپله رسمي فسبوک پاڼه د پیسو د ترلاسه کولو له پاره خپل بانکي حساب هم خپور کړی دی.

Afghanistan Peace Talks Afghanistan Loya Jirga Kabul Ashraf Ghani
انځور: Reuters/O. Sobhani

په داسې حال کې چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د کاندیدانو کمپاینونه د پخوا په څیر له ګڼه ګوڼې خالي دي، ولسمشر غني د کمپاین د مصارفو له پاره له خلکو د مالي مرستې غوښتنه کړې ده. ولسمشر غني پر خپله رسمي فسبوک پاڼه د مرستو د ترلاسه کولو له پاره خپل بانکي حساب او معلومات هم خپاره کړي دي.

غني په دې هکله پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «زه د جمهوري رياست د ټاکنو د يو کانديد په توګه په ټولو هغو افغانانو چې د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم له کمپاین سره د مالي مساعدت توان لري، د ملاتړ غوښتنه کوم.» د ولسمشر غني دغې غوښتنې ته د ټولنیزې شبکې فسبوک ګڼ شمیر کاروونکو غبرګونونه ښولي دي. د فسبوک ةولنیزې رسنۍ ځینو کاروونکو پر ولسمشر غني انتقاد کړی او ځینو نورو یې بیا ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون تر دې وړاندې اعلان کړی وو چې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان د کمپاین له پاره له ۴۴ میلیونه او ۸۰۰ زرو افغانیو د ډیر لګښت حق نه لري.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د سپتمبر میاشتې په ۲۸ نیټه ترسره کیږي. څو اونۍ وړاندې، ولسمشرۍ ته نوماندانو ارګ ته د رسیدو له پاره خپل کمپاینونه پیل کړل خو د تیرو کمپاینونو په پرتله دغه کمپاینونه تر اوسه پورې له ګڼه ګوڼۍ خالي دي. یو شمیر افغان سیاستوال او عام خلک د دغه کار لامل، د سولې په هکله د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روان مذاکرات په ګوته کوي.

سربیره پر دې، څو ورځې وړاندې طالبانو د یوې خبرپاڼۍ په خپرولو سره پر افغانانو ږغ کړی چې په راتلونکو ټاکنو او کمپاینې غونډو کې ګډون ونه کړي. په عین حال کې، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څو ورځې وړاندې په کابل کې له خبریالانو سره په خپلو خبرو کې روانۍ ولسمشریزې ټاکنې یوه دسیسه بللې وه.

د ولسمشر غني له لوري د کمپاین د مصارفو له پاره د مالي مرستو دغه غوښتنه په افغانستان کې یو بې ساری اقدام بلل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې په یو شمیر غربي او تر ډیره پورې د امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو کې افراد او شرکتونه له نوماندانو سره مالي مرستې کوي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل