1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت د ۲۰۰۰ طالب زندانیانو د آزادولو پروسې د پیل خبر ورکړ

۱۳۹۹ خرداد ۵, دوشنبه

د طالبانو او حکومت ترمنځ تر درې ورځني اوربند وروسته ولسمشر غني پرون د یکشنبې په ورځ د ۲۰۰۰ طالب زندانیانو د آزادولو پروسې د پیل خبر ورکړ. حکومت وايي چې دغه اقدام د سولې د پروسې له پاره د ښه نیت په موخه اخیستل شوی.

Afghanistan Haftentlassung von 100 Taliban
انځور: ONSC

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د می میاشتې په ۲۴مه نیټه)  د ۲۰۰۰ طالب زندانیانو د آزادولو پروسې د پيل خبر ورکړ. حکومت دغه اقدام د طالبانو له لوري د اختر په دریو ورځو کې د اوربند تر اعلان وروسته اخیستی دی او وايي چې دغه ګام یې د سولې پروسې په برخه کې د ښه نیت په موخه اخیستی دی. ولسمشر غني همدا راز زیاته کړه چې حکومت چمتو دی چې تر اوربند وروسته له طالبانو سره د سولې بین الافغاني خبرې هم پیل کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د دغه اقدام په تړاو پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې «د زندانیانو د آزادولو پریکړه د ښه نیت ښولو په هدف شوې څو د سولې د پروسې بریا ډاډمنه شي.» په ورته وخت کې ولسمشر غني د کوچني اختر په مناسب په خپله وینا کې هم ژمنه وکړه چې د طالب زندانیانو د آزادولو پروسه به چټکه کړي.

د روان کال په فبروري میاشت کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ سولې د لاسلیک شوې تفاهمنامې له مخې افغان حکومت او طالبان اړ دي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې د ۶۰۰۰ زندانیانو تبادله ترسره کړي.

د یادې تفاهمنامې په اساس افغان حکومت اړ دی چې د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان او طالبان بیا اړ دي چې د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه زندانیان له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي. تر اوسه پورې حکومت په څو پړاونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ طالب زندانیان او طالبانو بیا د امنیتي ځواکونو شاوخوا ۳۰۰ تنه غړي له خپل بند څخه آزاد کړي دي.

د حکومت دغه اقدام ته طالبانو هم غبرګون ښولی دی او وايي چې دوی د زندانیانو آزادولو ته ژمن دي او کابل ته ور په یادوي چې د پریکړې له مخې باید د دوی ۵۰۰۰ تنه زندانیان آزاد شي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، په دې هکله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «دغه پروسه باید بشپړه شي څو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.»

بل لوري ته ولسمشر غني همدا راز ویلي چې حکومتي پلاوی یې له طالبانو سره د مذاکراتو د سملاسي پیل له پاره چمتو دی. د افغانستان د حکومت له لوري د سولې د پروسې مشري، ډاکټر عبدالله عبدالله پر غاړه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل