1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني ولي د سولې په تړاو مشورتي جرګې ته بلنه ورکړې؟

۱۳۹۷ بهمن ۲۳, سه‌شنبه

ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ د سولې په تړاو د یوې مشورتې جرګې د جوړیدو غوښتنه وکړه. پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم ورته غوښتنه لرله. آیا غني غواړي د سولې په تړاو خپل موقف له پخواني ولسمشر او نورو سیاستوالو سره نزدې کړي؟

Afghanistan, Präsident, Ashraf Ghani in Kabul
انځور: Reuters/M.Ismail

افغان حکومت د سولې په روان بهیر کې چې تر بل هر وخت تود دی، څنډې ته شوی. د ولسمشر غني استازي نه د مسکو غونډې ته چې پکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د غني ډیر سیاسي مخالفينو حضور لاره، او نه هم د قطر ناستو ته چې د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ ترسره کیږي، بلل شوي ول. ولسمشر غني د دغو دواړو بهیرونو مخالف دی او ټینګار کوي چې د سولې مذاکرات باید د افغان حکومت په مشري او د افغانانو تر منځ وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په دغو دواړو بهیرونو کې د نفوذ موندلو په موخه په وروستیو وختونو کې خپلې هڅې ډیرې کړي دي. په دې ترڅ کې هغه له امریکایي چارواکو سره خپلې اړیکې ډیرې کړي چې د قطر غونډو په جریان کې شي او د سه شنبې په ورځ یې بیا افغان سیاستوالو ته د نزدې کیدو په موخه د یوې مشورتې جرګې د جوړیدو غوښتنه وکړه. هغه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې غونډې ته وویل: «په مشورې کې هیڅ ډول ضرر نه شته.»

انځور: picture-alliance/AA/Handout Afghan Presidency

غني ټینګار وکړ چې په جوړیدونکې مشورتې جرګه کې باید هغه ارزښتونه چې د معاملې وړ نه دي روښانه شي، د جګړې او سولې بیه باید واضح شي او دا هم باید په ډاګه شي چې د سولي له پاره باید تر کوم حده پورې انعطاف وشي.

د سولې عالي شورا غړی قاضي امین وقاد، وایي چې دغه غونډه به له دې سره مرسته وکړي چې په افغانستان او د نظام دننه د سولې په تړاو د نظر توافق رامنځ ته شي او له طالبانو سره له یوه ادرسه خبرې اترې وشي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «تر اوسه پورې خو په افغانستان کې داسې یو حالت دی چې ځینې خلک د دولت پر موقف نیوکه کوي چې دا په بشپړه توګه د ملت خبره نه ده، د سولې عالي شورا پر اقداماتو هم نیوکې کیږي او هغه کسان چې مسکو ته تللي ول، د هغوی په اړه هم دا نیوکه شته چې د دولت او د خلکو په استازیتوب و نه توانیدل.»

وقاد وویل چې دغه جرګه به د سولې په تړاو یو نظر رامنځ ته کړي او له حکومت او طالبانو څخه به وغواړي چې په مذاکراتو کې گډون وکړي. د وقاد په خبره د دغې جرګې پریکړې کیدای شي چې په راتلونکې کې په یوه بله جرګه کې چې طالبان به هم پکې ګډون ولري، تر بحث لاندې ونیول شي: «بله جرګه به داسې راوغوښتل شي چې پکې د طالبانو او د افغانستان د خلکو استازو ګډون کړي وي او داسې پریکړې به پکې وشي چې په پایله کې یې د افغانستان ستونزې ته د حل یوه لار وموندل شي.»

انځور: Reuters/S. Karpukhin

خو د ولسمشر غني پخواني متحد چې اوس یې د منتقدینو په ډله کې دی صدیق الله پتمن، په دې باور دی چې ولسمشر غني یوازې د فشارونو د کمولو له پاره دغه مشورتي جرګه راغوښتې ده چې په اند یې مخکې له وخته ده. هغه دویچه ویله ته وویل: «جرګه به هغه وخت موثره وای چې اجندا یې روښانه وای او د طالبانو پر داسې غوښتنو پکې بحث شوی وای چې پریکړه يې د حکومت له پاره سخته وای. اوس خو داسې هیڅ هم نه شته، نو جرګه د څه له پاره؟»

پتمن ټینګار کوي چې ولسمشر غني باید د جرګې پر ځای له خپلو لسو بانفوذه منتقدینو سره خبري اتري وکړي، د نظر تفاهم رامنځ ته کړي او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ په صورت کې بیا یوه لویه جرګه راوغواړي چې د سولې په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل