ولسمشر غني په يوه ورځني سفر هند ته تللی
۱۳۹۶ آبان ۲, سهشنبهد جمهوري رياست له خوا په خپره سوې مطبوعاتي اعلاميه کي راغلي دي چي جمهوررئيس غني به په دې يوه ورځني سفر کي د هند له جمهوررئيس رام نات کوويند او لومړي وزير نريندرا مودي سره جلا جلا کتني ولري.
د ولسمشر غني د سفر موخه په بېلابېلو برخو کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا او همکاريو باندي خبري اتري ښوول سوې ده.
په اعلاميه کي زياته سوې ده چي جمهوررئيس غني به د نوي ډلي په «ويويک انندا بين المللي بنسټ» کي وينا هم وکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف په داسي حال کي هند ته سفر کوي چي په پلان کي ده د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريک تيلرسن به سبا د چهارشنبې په ورځ هند ته سفر وکړي.
تيلرسن د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ناببره سفر وکړ او هلته ئې په بگرام پوځي هوايي اډه کي له جمهوررئيس غني سره ملاقات وکړل.
افغانستان ته د تيلرسن د سفر هدف د افغانستان په اړه د امريکا متحدو ايالاتو د جمهوررئيس د نوي ستراتيژۍ په اړه معلومات ورکول ښوول سوي.
تيلرسن ويلي ول چي هغه به تر افغانستان وروسته د سه شنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ شي او بيا وروسته به د چهارشنبې په ورځ هند سفر وکړي او هلته به په افغانستان کي د همکارۍ د گډ کار او د امريکا او هندوستان د اړيکو د پراخېدو په اړه بحث وکړي.
زموږ له ارشيف څخه: