ولسي جرگه: عزيزي بانک هم د ډيوالي کيدو سره مخ دی
۱۳۹۰ تیر ۲۰, دوشنبهد ښاغلي صميم په وينا د عزيزي بانک ونډه والو ميليونونه ډالر په دوبۍ کي پر ملکيتونه رانيولو لګولي خو اوس ددغو ملکيتونو بيي تر۶۰ سلنه رالويدلي دي.
په همدې حال کي د ولسي جرګې يوه بل غړي حاجي عبدالظاهر قدير وويل: داسي سندونه په لاس کي لري چي له مخي يي، عزيزي بانک د ډيوالي کيدو له ګواښ سره مخ دی.
د ښاغلي قدير په خبره د پيسو نړيوال صندوق يا اي ايم ايف د عزيزي بانک په اړه د پلټنو هوډ درلود، خو ددغه بانک چاروکو اجازه نه وه ورکړې.
خو دعزيزي بانک د زونونو د همغږۍ مسؤل ميرفريدون دويچه ويله سره په خبرو کي د ولسي جرګې د غړو دا څرګندوني په کلکه رد کړې او زياته يې کړه چي دوی هيڅ ډول ملکيتونه په دوبۍ کي نه دي رانيولي.
د ښاغلي فريدون په خبره د بانک چاري يي په نورمال ډول پر مخ ځي او ځيني کړۍ غواړي چي د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ په کړکيچ عزيزي بانک هم ورګډ کړي.
ولسي جرګې پريکړه وکړه چي د شنبې ورځي عمومي غونډي ته به د افغانستان بانک او د عزيزي بانک چارواکي وروغواړي چي د موضوع په اړه د جرګې غړو ته توضيحات ورکړي.
کابل بانک هم تير کال د نا قانونه پورونو له امله ډيوالي سوی، چي بيا د افغانستان بانک تر خپل کنټرول لاندي راوست او وروسته يې يوه برخه په ماليي وزارت پوري وتړل سوه او بله يي اوس هم تر څيړني لاندي ده.
د اقتصادي چارو يو شمير کارپوهان په افغانستان کي د بانکونو ډيوالي کيدل ددغه هيواد پر اقتصاد دروند ګوزار بولي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر دويچه ويله ته وويل پر دې سره به په افغانستان کي پر بانکونو د عامو خلکو باور راکم سي.
له بل لوري په افغانستان کي سياسي کړکيچ د نورو بهرنيو اسعارو په وړاندي د افغانۍ ارزښت راټيټ کړی چي ډير زيان عام وګړو ته رسيدلی دی.
د بهرنيو اسعارو په وړاندي د افغانۍ ارزښت ټيټيدو سره سم په بازارونو کي د اړتيا وړ توکو بيي هم لوړي او هغه کسان چي په تنخواه او يا هم د ورځنۍ مزدورۍ له لاري خپل روزګار چلوي له اقتصادي تنګسې سره لاس او ګريوان دي.
که عزيزي بانک ريښتيا هم د ډيوالي کيدو له ګواښ سره مخ وي نو دا به بيا هم تر ډيره د عامو خلکو اقتصاد وځپي.
اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل