1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسپوښتنه: بريتانويان له اروپايي اتحاديې وتل غواړي

آژانسونه۱۳۹۵ تیر ۴, جمعه

د لومړيو شمېرنو له مخي له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو په حق کي ۵۱،۹ فيصده بريتانويانو او د پاته کېدو په حق کي يې ۴۸،۱ فيصد وګړو خپلي رايي کارولي دي.

Großbritannien EU-Referendum Brexit Nigel Farage
انځور: Reuters/T. Melville

د بريتانيې ولسپوښتنې هغه نتيجه درلوده چي ښايي ډيرو کمو اروپايي سياستوالو يې اټکل کړی ؤ. د رسنيو په حواله د لومړيو پايلو له مخي د دغه هيواد اکثريت وګړي نه غواړي چي هيواد يې د اروپايي اتحاديې غړی پاته سي.

د اروپايي اتحاديې سره د بريتانيې د راتلونکي په تړاو دغه رېفراندام د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶م کال د جون ۲۳مه نېټه) تر سره سو. بريتانويانو د ماخستن تر ۱۱ بجو پوري وخت درلود چي په اروپایي اتحاديه کي د پاته کېدو او يا ورڅخه د وتلو له پاره خپله رايه وکاروي.

په داسي حال کي چي د رايه اچونې پر وخت د بريتايې لومړی وزير ډېويډ کېمرون وارخطا معلومېدی، د يوکيپ په نوم ښې اړخي پاپولستي ګوند او مشر يې زياته هيله څرګندوله چي د هغوی اړخ به دغه ولسپوښتنه وګټي.

له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيې د وتلو له پاره کامپاين کوونکی اړخ هغه وخت زيات پياوړی سو، کله چي د لندن پخواني ښاروال او د کېمرون د ګوند سياستول بوريس جانسن هم اعلان وکړ چي له اروپايي اتحاديې د بريتانيې د وتلو په حق کي د رايي تر لاسه کولو له پاره به کامپاين وکړي.

ډيويډ کېمرون زياتې هڅې وکړې چي جانسن په دې قانع کړي چي اړخ بدل نه کړي، خو د جانسن پرېکړه د کېمرون او په اروپايي اتحاديه کي د پاته کېدو پلوي کوونکو د هيلو پر ضد وه.

کتونکي وايي چي جانسن له خپلې مفکورې له کبله نه بلکه له سياسي پلان له مخي دغه پرېکړه وکړه چي د برېکسيټ په حق کي د کامپايني ډلې غړی سي.

زيات اټکلونه موجود دي چي جانسن به د بريتانيې نوی لومړی وزير سي. ولي چي کتونکي او څېړونکي اټکل کوي چي ډېويډ کېمرون به خپله استعفی اعلان کړي.

د بريتانيې د ولسپوښتني خبر په اروپايي اتحاديه کي اوسېدونکي د نورو غړو هيوادونو اتباع او په همدې شان سياستوال هيښ کړي دي. د رېفراندم په ورځ د اروپايي اتحاديو د تقريبا ټولو غړو هيوادونو د رسنيو تر ټولو توده موضوع همدغه وه.


د نورو تفصيلات له پاره زموږ پاڼه وڅارئ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل