1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي آلمان بهرنیو متخصیصینو ته په زړه پوري نه دی؟

۱۴۰۲ آذر ۷, سه‌شنبه

د آلمان د کارګرو اتحاديې مشر د دغه هيواد له سياستوالو څخه غوښتنه کړې چې د ماهرو کارګرو د کمښت رفع کولو له پاره اقدام وکړي. راینر دولګر ځيني هغه فکتورونه په ګوته کړي چې آلمان د بهرنیو متخصصینو له پاره د پام وړ نه ګرځوي.

Deutscher Arbeitgebertag 2023
انځور: Soeren Stache/picture alliance/dpa

د دې هیواد د کارګرانو د ټولنې د مشر راینر دولګر د ارزونې له مخې، د ماهرو کارګرانو نشتوالی به د آلمان په ټولنه کې د سوکالۍ د کچې ټیټېدو لامل شي. هغه د بیلد زونټاک ورځپاڼې ته وویل: «دا چې په اوسني وضعیت کې د ماهرو کارګرو کمښت نه پوره کیږي، دا کيدای شي د دې هیواد د سوکالۍ د له منځه وړلو سبب وګرځي».

ولګر له سیاسي ډګره وغوښتل چې د ماهرو کارګرو د کمښت جبرانولو له پاره هڅه وکړي د ده په بخره «آلمان باید یو ځل بیا د بهرني مهارت لرونکي ځواک له پاره په زړه پوري هیواد شي.»

د کارګرانو د اتحادیې مشر پر اوسني وضعیت نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: «موږ دوی ته څه وړاندیز کوو؟ موږ په اروپا کې یوه پیچلې ژبه لرو، زموږ د استوګنیزو کورونو بازار خراب دی، موږ بیوروکراسي لرو، زموږ د وړکتونونو اسانتیاوې خورا محدودې دي، زموږکاري ساعتونه د ډیر انعطاف وړنه دي. په ورته وخت کې موږ هم د کډوال غوښتونکو لویو هیوادونو په څیر د بهرنیو متخصصینو د هرکلي کلتور ته اړتیا لرو.»

د معاشونو د زیاتوالي کمېسیون

د آلمان د کارګرانو اتحادیې د فدرالي انجمن مشر دا تورونه رد کړل چې ګمارونکو د حداقل معاش د متناسب زیاتوالي مخه نیولې وه: «د معاشونو د ټاکلو کمېسیون شته. دغه کمېسیون چې پکې د کارګرانو او کارکوونکو استازي هم شته، د رایو په اکثریت سره د معاشونو د لوړولو پریکړه وکړه چې حکومت یې هم پایله عملي کړه.

دولګر د کمېسيون په راتلونکې غونډه کې د زياتوالي غوښتنه رد کړه او ويې ويل: «سياست بايد د معاشونو د ټاکلو له موضوع څخه لېرې پاتې شي که هغوی غواړي چې ټیټ عاید لرونکي خلګ په خپلو حسابونو کې ډیرې پیسې ولري، نو دوی باید مالیه او نور لګښتونه کم کړي.»

له اقلیمي اهدافو څخه شاتګ

دولګر له سیاستوالو څخه وغوښتل چې د اقلیمي پالیسۍ له اهدافو سره خدای پاماني وکړي. که د آلمان ایتلافي حکومت وغواړي هر هغه څه پلي کړي چې د اقلیم د پالیسیو په برخه کې یې پلان کړي دي، آلمان به نور په نړیواله کچه سیالي ونه کړای شي. که نه نو شرکتونه به منصرف شي، ځکه چې له هغوی غوښتل کیږي داسې پانګونه وکړي چې هغوی ېې مالي توان نه لري.

د آلمان د کارګرانو اتحادیې د مشر په وینا، حکومت باید د اقتصاد د بیا راژوندي کیدو له پاره ډیر مقررات بیرته واخلي. ډولګر وویل: «زه هیله مند یم چې سیاسي اهداف تر پوښتنې لاندې شي او د ایتلافي حکومت "زرغونې پروژې" د اوس له پاره ودرول شي، ځکه هغه اوس د وخت سره مناسبه نه ده او اقتصادي موقف کمزوری کوي.

هغه زیاته کړه چې د د اوبو او هوا ساتنه باید اقتصاد له مینځه یونسي. د بازار د لا ډیرو اقتصادي ابزارو له مخې په ښه او ډیر کم لګښت کیداې شي لوړو اقلیمي اهدافو ته لاسرسی پیدا کړو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب