1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د کندهاریانو ژوند ورځ په ورځ ترخیږي ؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

په کندهارکي د کرونا او قرنطین پرمهال دخوراکي او غیر خوراکي موادو لوړو بیو، احتکار، سختي بیکاۍ او ناامنیو د عام ولس ژوند ډېرتریخ کړی دی.

Afghanistan Kandahar  Coronavirus Lockdown
انځور: DW/M. Spesalay

د روڼ اندو او مدني فعالانو په خبره، د یوې خوا د روژې مبارکه میاشت او د بلي خوا په دغه ولایت کي د خوراکي او غیر خوراکي شیانو نرخونه ځکه لوړ سوي دي، چي ځیني تجاران احتکار کوي او حتی ځیني خو لا د بازار څخه هم ځیني داسي خوراکي توکي، چي ژر نه خرابیږي بیرته راټولوي او په ګودامونو کي يې ذخیره کوي.

د کرونا،قرنطین، روژې او احتکار ترمخه په کندهارکي څلور کیلو پټاټي له اتیا افغانیو څخه تر سل افغانیو پوري پلورل کیدې، مګر اوس دغه بیه تر ۱۷۰ افغانیو پوري رسیدلې ده.

لس کیلو غوړي، چي په ۷۰۰ افغانیو خرڅیدل، اوس يې نرخ ۱۰۰۰ افغانیو ته نژدې سوی دی ، همدارنګه ۵۰ کیلو ګرامه اوړه د ۱۴۰۰ افغانیو پرځای ۲۰۰۰ افغانیو ته نژدې سوي دي.

محمداسماعیل، چي تر کرونايي حالت مخکي په یو شخصي مکتب کي معلم، خو اوس د ترکارۍ ریړۍ چلوي، دی هم په کندهارښارکي د خواریو نستوالی، د نرخونو لوړي بیې د ځینو سوداګرو بې انصافي او ناامني هغه څه بولي، چي په دغه ولایت کي عام ولس ورڅخه سخت زهیریږي.

دی وايي، ۸ تنه اولادونه يې په غاړه کي دي او تر څلورو بجو پوري یوازي د وچي ډوډۍ رانیولو توان نه سي پیداکولای، که څه هم ټوله ورځ په دې سره ګرمي، فرض روژه او د کرونا ناروغۍ د بیري څخه د ښار په کوڅو او سړکانو کي د ترکارۍ رېړۍ ګرځوي.

کندهاریان وايي چې د روژې په مياشت کې د خوراکيو موادو نرخونه ډير لوړ سوي ديانځور: DW/I. Speasaly

« که رښتیا راباندي واياست ! د خپله ژونده مي زړه تور دی، ترمخه ښه وه هغه معلمي وه، اوس هغه لا راباندي ودرېدله، سهار وختي تر لمانځه وروسته مارکېټ ته ځم  تر ۹ نهو بجو د سبزیجاتو په راوړولو او پاکولو اخته یم او بیا د قرنطین تر وخته یعني مازیګر ۴ بجو پوري په خدای که وچه ډوډۍ لا په پیداکیږي، هغه نور شیان خو لا مه یادوه.»

دین محمد، چي د کرونا ویروس تر شیوع مخکي يې په هرات بازار کي د شور نخودو خرڅولو رېړۍ درلودله، اوس يې کاروبار یومخ په ټپه ولاړ دی .

دی هم وايي، خوارۍ نه سته، د شیانو بيې د چا په وس نه دي پوره او هلته کوچنیان ډوډۍ غواړي، د راتلونکي اختر دپاره کالي غواړي ، په د غسي وخت کي، به نو د خلګو څه حال وي؟

« اوس هم ښه دی، چي خلګ په سپينه ورځ د خلکو څخه شیان نه ځغلوي، په خدای خلګ داسي مجبوره سوي دي، چي که حکومت پام ورته ونه کړي، نو زه بیریږم، چي په سپينه ورځ به غله کورو ته ننوزي یا به هم له خلکو څخه شیان ځغلوي. »

نوید زړه سواند په کندهارکي یوتن مدني فعال دی ، نوموړی هم وايي، هره شپه د کوروڅخه غلاوي کیږي، تجاران تښتول کیږي، کوچنیان غلا کیږي او ورځ په ورځ په کندهارکي د خلکو ژوند تریخیږي.

د کرونا ناروغي او له امله يې بيکاري په کندهار ولايت کې د بيوزلو خلکو اقتصادي وضعيت نور هم خراب کړی دیانځور: DW/M. Spesalay

دی وايي، فقیران دومره ډېرسوي دي، چي په هر مسجد کي ترجماعت لمانځه وروسته دوه درې تنه نارینه ، ښځي او کوچنیان د خدای په نامه د خیرات، ذکات او سرسايي غوښتلو نارې وهي.

« اې وروره ! دا دولت ږغ نه  کوي، کنې هره شپه غلا وي، تښتوني دي او نور جنایتونه خاص په دې خاطر کیږي، چی خلګ سخت وږي دي.

په ټول ښار کي کار نسته، مګر عادي ګندنه نسي رانیولای، سوداګر خوراکي شیان د ښار څخه ټولوي ، چي ګران سي بیايې بیرته راباسي، څوک ږغ نه ورته کوي یايې نه سي کولای.

دوکاندار ته چي د شیانو درانیولو پرمهال پیسې ورکوې، بیا څو کسه د خیر دپاره لاسونه درته رااوږده کړي. »

د کندهار د والي ویاند بهیر احمد احمدي د خلګو خبري نه ردوي، خو وايي، دولت یوازي د کرونا د مخنیوي په موخه پر قرنطین ټینګار نه کوي، بلکي د عام ولس د هوسایني لپاره يې هم په هره برخه کي هلي ځلي شروع کړي دي.

د بهیر په قول، د نرخونو دکنټرول پخاطر هره روځ د ښاروالۍ ټاکل سوې ډله د ښار په ټولو سیمو کي نظارت کوي.

د احتکارکوونکو سوداګرو څخه يې په څو واري ذخیره کړي خوراکي مواد له ګدامونو راایستلي او د ضعیفه اقتصاد لرونکو لپاره يې په زرهاوو کسانو ته د نان وايي د مفتي وچي ډوډۍ سلسله شروع کړې ده.

کندهاریان وايي چې هره شپه له کورنو څخه غلاوې کيږي، تجاران تښتول کيږي او ماشومان غلا کيږې انځور: DW/M. Spesalay

« موږ د خلګو ژوند ته ترهرڅه پام دی او په دې هیله هره ورځ د ښار په مختلفو برخو کي په زرهاوو غریبو هیوادوالو ته د کورنۍ پر سر ۱۰ د نان وايي کوچنۍ ډوډۍ مفتي ویشو.

نرخونه کنټرولوو، دد تجارانو سره د ضرورت پر وخت غونډي کوو، په ګدامونو کي احتکار څاروو ترڅو زموږ د ولس په ژوند کي مثبت تغیر راسي. »

نوموړی د ناامنۍ په اړه بیا د عام ولس مرسته لازمي بولي او زیاتوي، په هره اوونۍ کي ددولت د مخالفانو ترڅنګ د بیلا بیلو جنايي پيښو تورن کسان له وسلو او غلا کړو شیانو سره نیسي او هیڅوک نه پرېږدي، چي عامه نظم ګډوډ کړي.

د بلي خوا تراوسه پوري په کندهار کي د کرونا د خطرناکي ناروغۍ په سبب ۱۳ تنه مړه سوي، ۲۷ تنه جوړ سوي او د تازه ارقامو سره ۵۰۷ تنه لا په دغه ویرویس ککړ دي، چي کندهار والي حیات الله حیات او  تقریبأ ۴۰ ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي هم پکښي شامل دي.

محمد ابراهيم سپڅلی، کندهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب