هر څوک چې ډیره موده ځای پر ځای کښېني او فزیکي حرکت و نه کړي نو لاسونه یا پښې يې بیديږي. دا ولي او آیا انسان ته کوم خطر پیښوي؟
اعلان
په عمومي توګه که چیري یو څوک اوږده موده پر یوه ټاکلي ځای او په یوه ټاکلي حالت کې بې له فزیکي حرکتونو ډیر کښیني، نو د سړي د بدن یوه برخه یعنې لاسونه او یا پښې يې ستني وهي او یا د بیده والي احساس پیدا کوي.
ساینسپوهان او د روغتیا چارواکي وايي چې تر ډیره پوري دغه څه کوم زیان نه لري او ډیر ژر هغه وخت چې یو څوک په حرکت پیل وکړي، دغه حالت ورکیږي. دغه څه ممکن ستاسې په پښو او بازو ګانو کې هم احساس شي.
روغتیايي کارپوهان وايي چې د دې کار علت د یو ډول عصبي عضلو ستړي کیدل دي. دوی وايي چې دا ځکه چې ځانګړي اعصاب بند یا ستړي شي او یا هم په کافي اندازه دوی ته اکسیجن نه رسیږي.
د انسان په بدن کې معلومات د بدن له هري برخې څخه مغزو ته رسیږي او ورته وايي چې د ځانګړي ډول د آرامتیا له پاره څه ډول حرکتونه وکړي.
که چیري لاسونه او پښې ډیر ځله بیدیږي او بیرته عادي حالت ته ګرځیدل يې هم ډیر وخت ونیسي، نو په دې صورت کې لازمه ده چې له ډاکټر سره مشوره وشي او د ستونزې د حل په لټه کې شئ. ځکه ممکن د داسې کس په عضلو او یا عصبي ریشته کې کومه ستونزه موجوده وي.
زموږ له ارشيف څخه:
د خولې له بد بويي څرنګه ځان ساتلای سو؟
ښکلې مسکا انسانان مهربان او جذاب ښيي. خو که د يو چا خوله بد بوی لري، نو که يې مسکا هر څومره هم ښکلې وي، ښايي خلک ورڅخه ځان ليري کړي. په دغه انځوريز راپور کي د خولې له بدبوی څخه د ځان ساتلو طريقې زده کړئ:
انځور: Colourbox
هيلي ټوسس
د طب په ژبه کي له خولې يا ساه څخه د بد بوی راتللو ته «هيلي ټوسس» ويل کيږي. دغه ناروغي په مناسبه توګه د خولې او غاښو د نظافت د اصولو د نه مراعت کولو تر څنګ د ناسمو عادتونو او ناسم خوراک او څښاک له کبله هم رامنځ ته کيدلای سي.
انځور: Fotolia/ArTo
ژبه
په اکثرو مواردو کي د بد بوی سبب پر ژبه، غاښونو او اوريو موجود باکټېرياوي وي. له همدې کبله بايد څوک هره ورځ خپله ژبه پاکه کړي.
انځور: DW
بدبوی له کوم ځايه؟
کله چي انسان خوراک يا څښاک وکړي نو په خوله کي يې موجودي باکټيرياوي د خوراک د پروټينو هغه برخه چي په خوله کي په لږ مقدار لا پاته سوي وي، تجزيه کوي. د بيکټېريا له خوا د خوراکو د تحليل او تجزيې په ترڅ کي ګاز رامنځ ته کيږي چي هغه د خولې د بد بوی سبب ګرځي.
انځور: Fotolia/Piotr Marcinski
څلور اوزار
د غاښونو د پاکولو له پاره بورس يا مسواک، د ژبي د پاکولو له پاره پلاسټيکي يا فليزي پنر او د غاښونو تر منځ د فاصلو دننه پاکۍ له پاره د پلاسټک يا ورېښمو تار او د غاښونو کريم د خولې د پاکۍ مهم ترين اوزارونه دي.
انځور: Ramona Heim - Fotolia
د غاښونو تر منځ فاصله
هغه څوک چي د غاښونو تر منځ فاصلې لري تر نورو انسانانو بايد لا زيات د خپلو غاښونو خيال وساتي او هغه ښه پاک کړي. مهمه خبره دا ده چي هر ماښام او هر سهار بايد غاښونه پاک کړل سي. د غاښونو د پاکولو معنی دا چي د ټولو غاښونو مخ، شا او ټول اړخونه په دايروي او عمودي شکل په برس پاک سي.
انځور: imago/Peter Widmann
له ډاکټر سره مشوره
که له څه مودې مسلسل غاښونو پاکولو سره سره بيا هم خوله بد بوی کوي، نو په کار ده چي د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وسي. په ځينو مواردو کي د خولې بوی د نورو ناروغيو د شتون عامل هم کيدلای سي.
انځور: Fotolia/ Eric Fahrner
د خولې وچوالی
د وچي خولې ناروغۍ ته Xerostomia ويل کيږي. په دغه ناروغۍ د اخته انسانانو په خوله کي د ناړو توليد کميږي. د ناړو د نه شتون له کبله په خوله کي باکټيرياوي زياتي او د بد بوی سبب ګرځي. ځيني هغه انسانان چي صرف د خولې له خوا سا اخلي هم يې د خولې د وچېدو لامل کيدلای سي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiran
د ماشومانو ښه تربيه
ماشومانو ته بايد له وړکتوب څخه لا د غاښونو د پاکولو او په سمه او مناسبه توګه د پاکولو طريقه او عادت ور وښودل سي. ماشومانو ته بايد وښودل سي چي زيات خواږه شيان و نه خوري او که يې خوري نو بايد وروسته خوله او غاښونه سم پاک کړي، چي غاښونه يې زيانمن نه سي. د خوږو شيانو پاته شوي د غاښونو د تورېدو او په اصطلاح د «چينجن» کيدو سبب کيږي.
انځور: BilderBox
ژاولي
که يو څوک له کوره وتلی وي او د خولې او غاښونو د پاکولو امکان نه لري نو کولای سي چي داسي ژاوله چي خوږه نه وي، وژويي. خو يوازي د ژاولو ژول د بورس يا مسواک په شان د غاښونو پاکولو ځای نه سي نيولای.
انځور: Fotolia/cut
روغتيا ته مناسبه غذا خوړول
د تازه ميوو او سابه يا سبزيجاتو د خوړلو له کبله غاښونه او اورۍ روغ پاتيږي. هڅه بايد دا وي چي د ورځني خوراک زياته برخه تازه ميوې او سبزيجات وي. د دې تر څنګ بايد څوک حد اقل د ورځي۱۰ ګلاسه پاکي اوبه وڅښي.