1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولي له نورو سره تر مرستې وورسته ځان ښه احساسوو؟

۱۳۹۷ شهریور ۱۹, دوشنبه

آیا تاسي پوهيږئ چې له نورو سره مرسته مو رواني فشار او اضطراب کمولی شي او روغتيا ته مو گټه رسيږي؟ په دې رپوټ کې لوستلی شئ چې ساينس پوهانو له کومو جالبو لارو چارو دا نتايج ترلاسه کړي دي.

Jubelnde Frau
انځور: auremar - Fotolia

له نورو سره د هغوی د ستونزو په حلولو کې په مرستې سره زموږ د مغز يوه عصبي رشته ډير حرکت پيلوي. د امريکا متحدو ايالاتو د پيتس برگ پوهنتون څیړونکو په حواله «دا عمل زموږ د بدن د رغيدو له پروسې سره مرسته کوي».

د څيړنې په حواله له نورو سره په مرستي د مغز هغه برخه فعاليږي چې مخکې د اولاد له پاره د مور او پلار د پالنې فطري چلن سره تړل کيدله. په دې فعاليت سره په مغز کې د بادام شکل لرونکي هغه برخې چې په علمي ژبه کې ورته «اميگدالا» هم ويل کيږي او د ويرې او فشار د احساساتو سره تړلې ده، فعاليت کميږي. د «اميگدالا» کم فعاليت پر روغتيا مثبت اغیز کوي.

د دې څيړنې په موخه څيړونکو ۴۵ داوطلبو کسانو ته داسې دندې وسپارلې چې له نورو سره مرسته هم پکښې شامله وه. په دې ترڅ کې دې کسانو ته دا چانس هم ورکړل شوی وو چې د خپل کوم نزدې ملگري، د خير ښېگنې د يوه کار او يا د خپل ځان له پاره يو انعام هم په لاس راوړلی شي.

په دې مسابقه کې گډون لرونکو کسانو وويل چې د بل چا له پاره د انعام تر گټولو وروسته هغوی د خپل مخکني احساس په پرتله ډيره خوښي او له نورو سره یې ځان په ټولنیزه ټوگه ډير نزدې احساس کړ.

تر دې عمل وروسته په تجربه کې شامل کسان د ايم آر آيي تر ماشينه تير کړل شول. د دې ماشين له لارې سړی د مغزو فعالې يا متحرکې برخې ليدلی شي. تر دې معاينې وروسته معلومه شوه چې له نورو سره د مرستې عمل د مغز د ځينو ځانگړو برخو له فعاليت سره تړلی دی. خو د هغي برخې چي له ويري سره تړلې ده، په فعاليت کې کمښت يوازي له يو چا سره د نيغ په نيغه مرستې له لارې راتلی شي.

په يوه ورته څيړنه کې هم ۳۸۲ کسانو گډون وکړ او د جذباتو او احساساتو د درجه بندۍ تر يوې مسابقې تير شول. دې څيړنې هم د لومړۍ څيړنې نتايج تائید کړل.

له دې څيړنو څخه دا نتيجه اخيستلی شو چې له نورو سره مرسته مو نه يوازې روغتيا ته گټه رسوي، بلکې د ويرې او انديښنې د کچې په ټيټولو کې هم مرسته کوي.

Larissa Warneck (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل