1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي له نیوکو سره همهاله له طالبانو سره پر تعامل ټینګار کېږي؟

۱۴۰۲ مهر ۶, پنجشنبه

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه چې د سه شنبې په ورځ جوړه شوه، تر ډېره پرې دوو محورونو راڅرخيدله؛ له ښځو سره د طالبانو پر چلند نيوکې په ورته وخت کې له طالبانو سره پر تعامل ټینګار.

New York | Eine Sitzung des Sicherheitsrats der Vereinten Nationen
انځور: ED JONES/AFP/Getty Images

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د افغانستان وضعیت «پیچلی» بللی او ویلي یې دي چې د دې وضعیت لپاره اسانه حل لاره نشته. په دې غونډه کې د امریکا متحدو ایالتو استازې د ښځو په اړه د طالبانو تګلاره داسې يوه پاليسي وبلله  چې د »دفاع وړ نه ده« او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د افغانستان له خلکو سره جدي خبرې وکړي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاست نیوکه

په دې غونډه کې د یوشمېر هېوادونو استازو د ښځو په اړه د طالبانو پر سیاست سختې نیوکې وکړې او د ښځو او نجونو په اړه یې د طالبانو د حکومت په پالیسي کې د بدلون غوښتنه وکړه. په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې سیما بحوث وویل، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا وضع شوي محدودیتونو او فرمانونو ښځې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړي او په افغانو ښځو کې یې د ځان وژني او د ځان وژني فکرونه راپارولي دي. هغې ټینګار وکړ چې طالبانو د ښځو لپاره افغانستان په تور زندان بدل کړی دی. په دې غونډه کې د نړیوالو حقوقو متخصصې کریمه بنون، وویل چېطالبانو د ښځو پر وړاندې ظلم په یو قانون اړولی دی. هغې وویل چې د ښځو په وړاندې د طالبانو سیستماتیک تبعیضباید د جنسیتي اپارتاید په توګه تر څېړنې لاندې ونیول شي.

ولي له طالبانو سره پر تعامل ټینګار کېږي؟

خو د ښځو د وضعیت په اړه له دې ټولو نیوکو سره سره بیا هم د طالبانو پر وړاندې د تعزیري مجازاتو کوم اقدام نشته او تل د طالبانو له ادارې سره پر تعامل ټینګار کېږي، په داسي حال کې چې طالبان د نړیوالو غوښتنو ته ارزښت نه ورکوي. نړیوال چارواکي له طالبانو سره پر تعامل د خپل ټینګار په توجیه کې اقتصادي بحران او لوږې ته اشاره کوي، چې باید ورته رسېدنه وشي. د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ندیم، دویچه ویله ته وویل، د دې لامل چې نړۍ له طالبانو سره تعامل غواړي، دا دی چې اوس مهال په افغانستان کې بدیل نشته او هغه ډلې چې د طالبانو مخالفې دي «ډېرې کمزورې» دي. هغه وويل: «نړۍ بايد له طالبانو سره تفاهم ته ورسېږي او له هغوى سره تعامل وکړي ځکه چې په اوسنيو شرايطو کې له بده مرغه افغانستان له طالبانو پرته بل څښتن نه لري.»

په ۲۰۲۳م کال کې به د افغانستان اقتصادي وضیعت لا پسې خراب شي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د طالبانو د ادارې اصلي ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا د دې غونډې په غبرګون کې ویلي چې دا غونډه د ښځو د تعلیم او کار حق په نوم «دوو کوچنیو او داخلي مسایلو» ته ځانګړې شوې وه. نوموړي د امنيت شورا پر دې غونډې نيوکه وکړه او ويې ويل: «د افغانستان خلک خپل ديني لارښوونې مهمې ګڼي او خپلو ملي ګټو ته ارزښت ورکوي.» د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي، دویچه ویلې ته وویل چې هېوادونه په دې هیله له طالبانو سره تعامل غواړي چې اميد لري «طالبان به ځانونه اصلاح کړي.» اوتونبایوا ټینګار وکړ، سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته بین الافغاني خبرې درېدلي، خو دا دروازه لا هم خلاصه ده او دا دروازه باید د دې هېواد د راتلونکي د ښه لید لوري له پاره خلاصه وساتل شي.

د قطر په څیر ناستې د افغانستان په وضیعت کې څومره بدلون راوستلی شي؟

35:02

This browser does not support the video element.

یو شمېر هېوادونه د امنیتي اندېښنوله امله له طالبانو سره پر تعامل ټینګار کوي. د بېلکې په توګه ایران له دې وړاندې د داعش د بریدونو د مخنیوي لپاره د طالبانو سره له استخباراتي همکاریو خبر وکړ او حتی ادعا یې وکړه چې د همدې همکارۍ په پایله کې د ایران په خاوره کې د ترهګریزو بريدونو مخه ونيول شوه. نه یوازې ایران بلکې د افغانستان شمالي ګاونډي هېوادونو او روسیې هم په وار وار په افغانستان کې د داعش د فعالیت او منځنۍ اسیا ته د هغوی د نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې ده. د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو استازو د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

د چاپان استازو په دې  ناسته کې وویل: «طالبان باید د هغوی د لومړۍ واکمني په څېر منزوي نه شي او افغانستان باید د تروریستي فعالیتونو په مرکز تبدیل نه شي.» د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزي، دویچه ویله ته وویل: «یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې له طالبانو سره يو څه نرمې اړیکې ولري او خپل استخباراتي پروګرامونه په افغانستان کې پلي کړي.» د سیاسي چارو دغه شنونکی وايي، چې د طالبانو «سرغړونو» ته په کتو، له دغې ډلې سره نرمې اړیکې نتیجه نه ورکوي. د نړیوالو چارواکو د دریځ پر وړاندې د افغانانو تر منځ دا انګیرنه مخ په زیاتیدو ده چې طالبان به د حکومت کولو خپل ډول بدل نه کړي او د نړیوالو غوښتنې به هم په نظر کې ونه نيسي.

 

د ښځو د حقونو یوې فعالې پروستو یاري، چې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، دویچه ویله ته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې ډېر څه ویل شوي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د هرڅه ځواب ورکولو ته حاضر شي، څو دا ډله د ښځو د حقونو په برخه کې اقدام وکړي. هغې وويل: «د طالبانو ايډيالوژي د بدلون وړ نه ده او د ښځو په اړه د دې ډلې د سیاست بدلولو لپاره له طالبانو سره تعامل کول هم بې ګټې دی.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل