د امريکا متحده ايالاتو په حکومت کي د سيالي نازي پروژې څخه بيره رامنځته سوه. د پراخ مالي ملاتړ له امله اوپنهايمر او د هغه ټيم يوازي درې کاله وخت وغوښت تر څو د اټومي وسلو لومړنۍ آزموينه په برياليتوب سره ترسره کړي. درې اونۍ وروسته د جاپان پر ښار هيروشيما باندي لومړنۍ ريښتينې آزموينه ترسره سوه.
د فارم هال ثبت سوي ږغونه
د جرمني د يورانيمو پروژې مشر، ويرنر هايزينبيرگ، کله چي د هيروشيما خبر واوريد، وې ويل: »زه پر دا هرڅه هيڅ باور نه لرم«
په دغه وخت کي هايزينبيرگ او نهه تنه نور تکړه هستوي فزيکپوهان چي په جرمني کي يې څېړني کړې وې، د انگريزانو په ملکيت فارم هال کي بنديان ساتل سوي وه. بريتانويانو په پټه د هغوی خبري ثبت کړې، تر څو د نازيانو د هستوي پروژې په هکله معلومات ترلاسه کړي.
نورو فزيکپوهان هم د هايزينبيرگ په شان بې باوره وه. هغوی د جاپان د تسليم کيدو په هکله شکمن وه. اوتو هان ټينگار کوي چي هغه فکر نه کاوه چي د داسي يوه بم جوړول به په راتلونکو شلو کلونو کي ممکن وي. د هايزينبيرگ او هان غبرگونونه ښيي چي د جرمني هستوي پروکرام په حقيقت کي د هستوي وسلو له جوړولو څخه ډير ليري وو.
د هايدلبيرگ پوهنتون کي آلماني/ جاپاني تاريخپوه، تاکوما ميلبير دويچه ويله ته وويل، امريکا متحده ايالاتو د جرمني د يورانيمو پروژه له حده ډېره اټکل کړې وه او دا خبره د فارم هال تر ږغيز ثبتولو وروسته روښانه سوه.
پريښودل سوی اټومي پروگرام
په داسي حال کي چي د منهتن پروژه د پرمختګ په حال کي وه، د آلمان د اټومي وسلو پروګرام له منځه تللی وو. آلماني څېړونکي پوهيدل چي هغوی به په راتلونکو لږو کلونو کي په دې ونه توانيږي چي ايزوتوپونه سره بيل کړي، تر څو اټومي بم جوړ کړي. هغوی به د هستوي درز په مرسته هيڅکله بريالي غبرگونونه نه وای راپارولي او هيڅ ډول ميتود يې نه پيژانده تر څو يورانيم غني کړي. د اټومي وسلو دغه پروگرام د ۱۹۴۲م کال په جولای مياشت کي لغوه او څېړنه يې په آلمان کي پر نهو انستيتونونو وويشل سوه.
تاريخ پوه ميلبير وايي چي تر ۱۹۴۲م کاله پوري دغه پروګرام يوه پوځي پروژه وه، خو وروسته بيا په يوې ملکي هڅي واوښته. نوی هدف داوو چي يو داسي اټومي رياکتور جوړ سي چي اټومي درز په لږه اندازه ترسره کړي. هايزينبيرګ او د هغه ټيم د باډن وورتمبيرګ په هايګرلوخ کي تر شلوس کليسا لاندي په يوه ډبريني زيرزمينۍ کي له تحقيقاتي رياکتور سره تجربې وکړې.
د جرمني هستوي پروګرام نور مخته نه ولاړ. د هغه رياکتور هيڅکله فعال نه سو. د رياکتور په دننه کي کافي يورانيم نه وه، تر څو ځنځيره يي غبرگون رامنځته کړي.
خو څېړونکي ډير ورنيژدې سوه ول. ساينسپوهان نن ورځ په دې باور دي چي که په رياکتور کي ۵۰ سلنه نور يورانيم موجود وای، نو هايزينبيرگ به لومړني اټومي رياکتور جوړ کړی وای.
د جرمنيانو گډوډ او فراري څېړونکي
د جرمني اټومي پروگرام ولي ناکامه سو؟ هغه هم پر تکړه او پرمختللو ساينسپوهانو سربيره؟
اول دا چي جرمني خپله څېړنه وچه کړه. ډېر يهودي او پولنډي ساينسپوهان له تعقيب څخه وتښتيدل، لکه يهودۍ فزيکپوهه، ليزه مايتنر چي د هان او شتراسمن د هستوي درز په کشف کي يې پريکړنده رول درلود. ځيني دغه مهاجر بريتانيا او يا هم د امريکا متحده ايالاتو ته ولاړل چيري چي يې د منهتن په پروژه کي برخه واخيسته. ځيني نور کارپوهان بيا د عسکرۍ خدمت ته جذب سول.
تاکوما ميلبير څرګندوي چي جګړه د پلټنو له پاره د ځينو اومو موادو د کميدو سبب سوه. په هغو کي غني کيدونکي يورانيم او د رياکتورنو د يخيدو له پاره اوبه هم شاملي وې. درنې اوبه د ناروې تر اشغال لاندي سيمه کي توليديدې، مګر متحدينو او نارويږي پوځيانو د توليد پر تاسيساتو بريد وکړ.
بلاخره د سياسي ملاتړ نشتوالي هم د پرمختگ مخه ونيوله. تاريخپوه ميلبير رپوټ ورکوي، آدولف هيټلر په دا ټولو هيڅ پوه نه سو او په ۱۹۴۲م کال کي يې له هغه څخه ملاتړ په ټپه ودراوه. وروسته تر هغه هم مالي ملاتړ موجود نه وو، په تيره بيا د منهتن پروژې په پرتله. په هغې کي ۵۰۰ زره کارکوونکي مصروف وه او شاوخوا دوه ميليارده امريکايي ډالر ورباندي لگښت راتله. خو په آلمانۍ پروژه کي زرو تنو لا کار نه کاوه او لگښت يې هم اته ميليونه مارکه وو.
د لومړي اتومي بم د جوړېدنې او استعمال داستان په انځورونو کي
۷۵ کاله تر مخه د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي د اتومي بمونو استعمال د امريکا او اروپا تر منځ د ۶ کلني استخباراتي او ساينسي سيالۍ پايله وه. د يادي مودې احوال په انځورونو کي:
انځور: Hiroshima Peace Memorial Museum
د اتومي بم مفکوره
البرت آينشتاين په ۱۹۳۹م کال کي د امريکا ولسمشر فرانکلين روزوېلت ته د اتومي تجزيې د قوت په تړاو يو ليک ولېږی. ترمخه جرمني ساينسپوه اوتو هان د نويترونو په شعاع د يورانيمو اتومي تجزيه تجربه او کشف کړې وه. اينشتاين په ليک کي ليکلي ول چي که په دې وسيله بم جوړ سي نو به زيات قوي وي. روزوېلت سمدلاسه د يورانيمو په تړاو مشاورتي جرګه جوړه کړه.
انځور: picture alliance/CPA Media Co. Ltd
د متحده ايالاتو پر پېرل هاربور د جاپان بريد
د ۱۹۴۱م کال د دسمبر مياشتي پر ۷مه نېټه په سونو جاپاني جنګي الوتکو د متحده ايالاتو په هوايي کي د پېرل هاربور نظامي بندر تر زياتي اندازې له منځه يووړ. په دغه بريد کي په زرونو عسکر ووژل سول. يوه ورځ وروسته متحده ايالاتو جګړې ته د داخليدو اعلان وکړ.
انځور: AP
۲ ميليارده ډالره بوديجه
د ۱۹۴۲م کال په اګست مياشت کي امريکا متحده ايالاتو پرېکړه وکړه چي په استخباراتي توګه به د اتومي بم پر پروګرام کار پېلوي. دغه مخفي پروګرام ته وروسته د مانهېتن نوم ورکړل سو. ولسمشر روزوېلت د دغه مقصد له پاره ۲ ميليارده ډالره بوديجه ځانګړې کړه.
انځور: picture-alliance/Everett Collection
د نوي مکسيکو استخباراتي تجربه ګاه
د اتومي بم جوړونې تجربې د نوي مکسيکو په لوس آلاموس کي په يوه مخفي تجربه ګاه کي پېل سوې. روبېرت اوپنهايمر د دغه پروژې ساينسي رئيس مقرر سو. په دغه پروژه کي د متحده ايالاتو، کاناډا او بريتانيا عالي فيزيکپوهان وګومارل سول. په دغه پروژه کي له جرمني نازيانو څخه تښتېدلو په زرهاؤ کسانو هم ګډون وکړ.
د ۱۹۴۵م کال د مارچ مياشتي پر ۹مه او ۱۰ نېټه د توکيو په گډون د جاپان يو شمېر ښارونه بمبار سول. په دغو بمباريو کي صرف په پلازمېنه توکيو کي نژدې ۱۰۰ زره انسانان ووژل سول.
انځور: picture-alliance/AP Photo
د اوکي ناوا جګړه
د اوکي ناوا جګړه د ۱۹۴۵م کال د مارچ مياشتي پر۲۶مه نېټه پېل سوه. په دغه جګړه کي نژدې ۱۰۰ زره جاپاني عسکر او په همدغه شمير يې ولسي وګړي قرباني سول. نژدې ۱۲۰۰۰ امريکايي عسکر هم ووژل سول. امريکايي چارواکو د دغو قربانيانو د شمېر پر اساس د اتومي بم استعمال توجيه کړ. استدلال يې دا وو چي بې له اتوم څخه به لا زيات جاپانيان وژل سوي وای.
انځور: picture alliance/akg-images
په متحده ايالتو کي د واک لېږد
روزوېلت د اپريل پر ۱۲ مړ او هېري ترومن د امريکا متحده ايالاتو نوی ولسمشر سو. تر ولسمشر کېدو وروسته هېري ترومين د اتوم بم په مخفي پروژه «مانهېتن» خبر سو، چي په لوړه اندازه مخفي ساتل سوې پروژه وه. د نوموړي دغه انځور په ۱۹۴۵م کال اخيستل سوی دی.
انځور: Getty Images
د نازي آلمان تسليمېدنه
د ۱۹۴۵م کال د می مياشتي پر ۸مه نېټه نازي آلمان تسليم سو او په دې توګه په اروپا کي دويمه نړيواله جګړه پای ته ورسېده. خو د هغه باوجوده په اسيا او اوقيانوس کي جګړې ادامه لرله. په می او جون مياشتو کي د اتومي بم برخې د ماريانا جزيرو له لړۍ څخه و تينيان ته انتقال کړل سوې. له دغه ځای څخه و جاپان ته د B-29 ډوله الوتکي رسيدګي ممکنه وه.
ولسمشر ترومن د جولای مياشي پر ۲۵مه نېټه فرمان لاسليک کړ چي له مخه يې پر جاپان د اتومي بم د غورځولو اجازه ورکړل سوه. په دغه فرمان يا امر کي دا اجازه هم ورکړل سوې وه چي کله چي نوي بمونه د لاسرسي وړ وي نو د هغوی د استعمال اجازه هم سته.
انځور: picture-alliance/AP Photo
جاپان ته خبرداری
امريکا متحده ايالاتو، بريتانيا او چين د جولای مياشتي پر ۲۶ د پوستدام تر اعلاميې وروسته جاپان ته خبرداری ورکړ چي يا خو دي تسليم سي او يا به «په بشپړه توګه تباه کړل سي.» جاپان دغه خبرداری له پامه وغورځاوه او په جواب کي يې په جاپاني ژبه وليکل چي «موکوساتسو» يعني «پرته له تبصرې».
انځور: picture-alliance/akg-images
د تباهۍ منظره
د امريکا متحده ايالاتو نظامي الوتکي B-29 د ۱۹۴۵م کال د اګست مياشتي پر ۶مه نېټه په خايي وخت سهار پاو بالا اته بجو د جاپان پر هيروشيما د «اينولا ګې» په نوم ۴۰۸۲ کلوګرامه اتومي بم وغورځوی. د دغه بم په نتيجه کي ۱۴۰ زره انسانان ووژل سول. ترومن جاپاني چارواکو ته وويل چي که تسليم نه سي نو له آسمان څخه به د دا ډول بمونه داسي باران پر وکړي چي تر مخه چا نه وي ليدلي.
انځور: Hiroshima Peace Memorial Museum
د ناګاساکي تباهي
امريکا متحده ايالاتو د اګست مياشتي پر ۹مه نېټه د جاپان پر ناګاساکي بل اتومي بم استعمال کړ. دغه بم د ورځي په لږ باندي ۱۱ بجو وغورځول سو او پکښي شاوخوا ۷۴۰۰۰ انسانان ووژل سول.
انځور: picture-alliance/dpa
د جاپان تسليمي
د جاپان پاچا هيروهيتو د اګست مياشتي پر ۱۵مه نېټه اعلان وکړ چي هيواد يې جګړه وبايلله. نوموړی تر هغه وروسته هم د هيواد پاچا پاته سو او د هيواد په بيا رغونه کي يې لوی لاس درلود.
انځور: AFP/AFP/Getty Images
د شوروي بريد
شوروي اتحاد پر هيروشيما د امريکايي اتومي بم د غورځول کيدو څخه څلور کاله وروسته د ۱۹۴۹م کال د اګست مياشتي پر ۲۹مه نېټه په قزاقستان کي بريالۍ اتومي تجربه تر سره کړه او په دې توګه د نړۍ دويم اتومي بم لرونکی قدرت وګرځيد. شوروي د دويمي نړيواله جګړې په وروستيو ورځو کي پر جاپان بريد وکړ او د کوريل ټاپو په شمول يې يوه اندازه سيمي ورڅخه ونيولې.