خو په یوه بله مرکه کې بیا نیوندورف د پیښې په اړه بل ډول څرګندونې کړي او ویلي یې دي: «هغوی زړه تنګي شوي ول، ځکه هلته تلویزیونه نه ول.»
خو هغه دا هم روښانه کړې ده چې «څوک نه شي کولای چې په عام محضر کې له یوه بل کس سره جنسي اړیکه ولري».
هامبورګ به د جولای له ۷ تر ۸مې نیتې پورې د G20 سرمشریزې کوربه وي. له همدې کبله د آلمان له بیلابیلو ښارونو څخه پولیس دغه ښار ته رسیدلي دي چې د غونډې په امنیت ساتلو کې مرسته وکړي.
د برلین دغه پولیس د کډوالو په یوه پخواني مرکز کې چې د «بد زیګبیرګ» په سیمه کې پروت دی، میشت ول. ځایي اوسیدونکو د دغو پولیسو له خوا د هغوی ملکیتونو ته له تاوان رسولو او له نامناست چلن څخه شکایت کړی دی.
لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د هغو کسانو په ډله کې چې نظم یې خراب کړی دی څومره د برلین پولیس او څومره ځایی اوسیدونکي شامل ول، خو هامبورګ ښار د برلین له ۲۲۰ پولیسو څخه غوښتي دي چې دغه ښار پریږدي او بیرته برلین ته ستانه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د برلین د پولیسو په هکله دغه شان رپوټونه ورکول کیږي. تر دې مخکې دوو ورنو د پولیسو په منځ کې د مخدرو توکو د پلورلو یوه شبکه جوړه کړې وه، او په یوه بله پیښه کې بیا یوه پولیس د څار وسایل غلا کړي ول او د هغوی د بیا پلورلو هڅه یې کوله.
زموږ له اشریف څخه:
ښځې د آلمان په پوځ کې څه کوي؟
د آلمان د اساسي قانون د ېوې مادې له مخې ښځو نه شوای کولای چې د پوځ په جنګي برخو کې کار وکړي. یوې ۲۲ کلنې نجلۍ په دې اړه شکایت وکړ او دغه ماده له اساسي قانون څخه پاکه شوه. اوس ښځې د آلمان په پوځ کې څه کارونه کوي؟
انځور: AP
په دویمه نړیواله جګړه کې د آلمان تر ماتې وروسته، د څو کلونو له پاره دې هیواد د پوځ د جوړولو اجازه نه لرله. د آلمان د نوي پوځ له جوړیدو او په ناټو کې د هغه له شاملیدو سره، د دې هیواد د اساسي قانون A12 مادې د پوځ په جنګي څانګو کې د ښځو ګډون ممنوع کړی وو.
انځور: AP
د پوځ په جنګي څانګو کې د ښځو ګډون ممنوعیت د دې سبب نه شو چې هغوی د پوځ په نورو څانګو کې کار و نه کړي. د ۱۹۷۵ کې ښځو د آلمان پوځ په روغتیایي څانګه کې د حضور اجازه ترلاسه کړه. ښځو په دې مرحله کې یوازې د ډاکټرانو په توګه په پوځ کې د کار اجازه لرله.
انځور: picture alliance / dpa
د سړې جګړې پر مهال د لویدیځ آلمان ښځو د اساسي قانون د دې مادې پر ضد مظاهرې وکړې. انځور د هغه وخت پلازمینې، بن ښار څخه د ښځو د مظاهرو پر مهال اخیستل شوی دی.
انځور: picture-alliance/K. Rose
د آلمان په دیموکراتیک جمهوریت[شرقي آلمان] کې بیا ښځو د روغتیایي څانګي تر څنګ په جنګي برخو کې هم خدمت کوه. د دواړو آلمانونو له یوځای کیدو سره د دې هیواد هیواد پوځ هم له لویدیځ آلمان سره یوځای شو خو هغه ښځې چې د ختیځ آلمان په پوځ کې وې په پوځ کې شاملې نه شوای کړای.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Wiedl
په ۱۹۹۶ کال کې د آلمان پوځ دتانیا کرایل، په پوځ کې د شاملیدو غوښتنلیک د قانون له مخې رد کړ. هغې د دې قانوي پر ضد د اروپا تر عالی دیوان پورې دعوا وکړه او بلاخره په ۱۹۹۹ کال کې هغې دغه دعوا وګټله. تر دې وروسته د آلمان د اساسي قانون A12 ماده له منځه ولاړه او په کې د ښځو حصور ته لار پرانیستل شوه.
انځور: picture-alliance/dpa
د سړې جګړې په پای کې د آلمان پوځ ۴۶۰ زره غړي لرل خو دغه شمیر د کلونو په جریان کې ۱۷۵ زرو ته راولوید. په ۲۰۱۱ کال کې د هلکانو له پاره د اجباري خدمت قانون هم له منځه ولاړ. له ۲۰۰۰ کال راهیسې د آلمان په پوځ کې د ښځو شمیر هم مخ په ډیریدو دی. او د دې هیواد د پوځ تر ۱۱ سنله ډیرې غړې ښځې دي.