په افغانستان کې د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه څېړنه رد شوه
۱۳۹۸ فروردین ۲۳, جمعه![Niederlande Internationaler Strafgerichtshof in Den Haag](https://static.dw.com/image/47510690_800.webp)
د جزا نړيوالي محکمې څارنوال فاتو بنسودا د تيرکال په نوامبر مياشت کي غوښتي ول چي په افغانستان کي دي د طالبانو، امریکايانو په گوند بهرنيو ځواکونو او افغان امنيتي ځواکونو د احتمالي جنگي جنايتونو په اړه پلټني وسي.
خو د هالند په دنهاگ کي د دغي محکمې قاضيانو د جمعې ورځ دغه غوښتنه رد کړه.
د قاضیانو په پرکړه کي راغلي دي: «په دې سره د قاضيانو هيئت پريکړه کوي چې په دې برخه کي څېړني به د عدالت په گټه نه وي، ځکه نو دغه غوښتنه ردوي.»
محکمې د خپلې دې پریکړې دلیل داسې وړاندې کړی دی چې د امریکا متحده ايالاتو او افغان جنګسالارانو په ګډون ښکيلې خواوې به په دې ارتباط همکاري ونه کړي.
د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د يوې وينا په ترڅ کې د دغه محکمې مشروعيت لغوه اعلان کړې وو. د مارچ مياشتې په نيمايي کې بيا امريکا په افغانستان کې د پلټنو له کبله د محکمې پر غړو په ځينو بندیزونو سره غبرگون وښود او د محکمې پر ځينو غړو یې امريکا ته د سفر بندیزونه ولگول.
N.Z(APE)