ولي په برلين کي د کورونو د کمښت مقصر مهاجر گڼل کيږي؟
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۷, سهشنبهپازديرسکي د آلمان له پاره بديل گوند (AFD) په ايالتي جرګه کي وويل چي «په تيرو کلونو کي د مهاجرو د راتګ لړۍ تر ډيره د داسي يوه ګډوډ حالت مسئوله بلل کيږي چي اوس د برلين ښاريان ورسره لاس او ګريوان دي».
هغه پر نورو سربيره، د کرايو لوړوالی او د اپارتمانونو کمښت او همدارنګه تر حد زيات ډکو وړکتونونو، بسونو، ريلګاډو او د ډاکټرانو په کتنځايونو او عاجل واټونو کي د خلکو د بيروبار مسئوليت پر مهاجرو واچاوه.
د پازديرسکي په نظر، په عام محضر کي بيره لرل، د چړو وهلو د پيښو او په ښار کي د بې نظميو مسئولين تر ډيره ځايه نوي راغلي مهاجر او خارجيان دي.
د آلمان له پاره بديل ګوند د برلين د ځانگي مشر په خپله هر اړخيزه وينا کي زياته کړه «د برلين د نفوس د زياتيدو سبب هغه کسان دي چي له پرمختيايي هيوادو څخه راغلي او هيڅ راتلونکی نه لري.»
د دغې غونډي د ځای مخي ته په لسونو کسانو د ياد ګوند پر ضد مظاهرې وکړې چي له ۲۰۱۶م کال راهيسي د جرمني په پارلمان کي له شپږو فراکسيونو څخه پنځم لوي فراکسيون شميرل کيږي. هغوي پر دغه ګوند، د راسيزم او پرديو پرضد د خلکو د راپاروني تورونه لګول.
پازديرسکي وويل: «دغه کسان له منځني او نژدې ختيځ هيوادونو له بې وزلو سيمو او افريقا څخه راغلي مهاجر دي چي له موږ څخه د پالني او کورونو غوښتنه کوي او هغه هم پرته له دې چي په بدل کي يي موږ ته کوم څه راکړي.»
د آلمان د احصايي ادارې په حواله د برلين د ۳ اشاريه ۷۵ ميليونه نفوس پنځمه برخه چي۲۰ سلنه کیږي، هغه کسان دي چي آلمانی تابعيت نه لري. لس کاله مخکي لا دغه رقم ۱۴ سلنه وو.
د پناه غوښتونکو شمير بيا له ۲۰۱۵م کال راهيسي مخ پر کميدو دی، په هغه وخت کي ۵۵ زره کسان برلين ته راغلي ول.
G.P/N.Z/AG