1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي په زرونو نجوني جبري ودونو ته مجبوريږي؟

۱۳۹۹ مهر ۱۰, پنجشنبه

د کوچنیانو د ملاتړ ادارې په حواله، د کرونا پاندیمي پر وړاندي تدابیرو له امله د کم عمره نجونو ودونو شمیر خپل اوج ته رسیدلی. یوازي سږکال ۵۰۰ زره نوري نجوني واده ته مجبوری کړای سوي.

Zwangsheirat im Niger
انځور: Jerome Delay/AP Photo/picture-alliance

د کوچنیانو د ملاتړ ادارې (سیف دي چلدرن) د یوه رپوټ له مخي، کرونا په نړیوۍ کي ډیري کورنۍ غربت ته مجبوري کړي دي. د نوموړي نړیوال سازمان، اداري رئيسي اینګر آشینګ ویلي دي: «والدین بل بديل نه ویني، پرته له دې چي خپلي نجوني مجبوري کړي چي له زړو نارينه وو سره ودونه وکړي.»

اوس له لسیزو راهیسي د کوچنیانو د جبري ودونو پرضد رامنځته سوي پرمختګونه د له منځته تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

په لندن کي د سیف دې چلدرن سازمان د جنسیتي برابرۍ کارپوهه ګابرییلا زابو ويلي دي: «د تأسف ځای خو لا دادی، پر هغه څه چي موږ خبري کوو، اوږد مهاله عواقب نه دي، بلکي همدااوس روان دي. ددې کار علت یوازي او یوازي د کرونا پاندیمي عواقب دي. د نجونو مکتبونه وتړل سول، والدینو خپل معاشونه له لاسه ورکړل، او محدودیتونه په کورنیو کي د لازیات تاوتریخوالي او جنسي تیریو سبب سول. کورنۍ مجبوره سولې چي خپلي کم عمره نجوني ودونو ته اړباسي، دا ځکه چي د هغوی نفقه نه سي ورکولای.«

اړونده موضوع: د آلمان پوليسو يوه نجلۍ له جبري واده ژغورلې

د زابو په خبره ډیري کورنۍ په دې فکر دي چي په دې ډول خپلی لوڼي له لوږي او بدنامۍ څخه ژغوري. او همدارنګه زورزیاتي څخه، دا ځکه چي هغوی نور په کورونو کي خوندي دي. خو جبري واده پخپله د زورزیاتي یو شکل دی.

په ۲۰۲۵م کال کي د ۶۱ میلیونو کوچنیانو د جبري ودونو اټکل کیږي

نوموړي سازمان په خپل رپوټ کي لیکي چي یوازي په ۲۰۲۰م کال کي نیم میلیون نوري نجوني جبري ودونو ته مجبوره کړای سوي او دا چي کووید ۱۹ څنګه پرمختګونه ترخطر لاندي راوستي دي.

تر ۲۰۲۵م کاله پوري کیدای سي دغو نورو شاوخوا ۱۲ میلیونه کوچنیانو ته چي د پاندیمي له امله هر کال ودونو ته مجبوره کیږي، نوري ۲،۵ میلیونه نجوني وراضافه سي چي ددغي بدبختۍ قرباني کیږي. دا له ۲۵ کلونو څخه ډیر لوړ رقم دی. په ۲۰۲۵م کال کي د ۶۱ میلیونو کوچنیانو د جبری ودونو اټکل کیږي.

د نوموړي رپوټ په حواله په تیره بیا جنوبي آسیا، مرکزي افریقا، لاتین امریکا او همدارنګه جنګ ځپلو هیوادونو لکه افغانستان، سوریې او یمن کي ډیري نجوني جبري ودونو ته مجبوره کیږي.

اړونده موضوع: په هندوستان کي دنارینه وو سره د جبري واده کولو پيښي ډیری سوي دي

آشینګ وايي: »پاندیمي پرته له دې هم جنسیتي توپیر لا پسي زیات کړی او د تیرو وختونو پرمختګونه یې له ګواښ سره مخامخ کړي.«

د هغه په خبره، نجوني باید د سیاستوالو له خوا وساتل سي هغوی هم د هلکانو په ډول زده کړو ته د لاس رسي مساوي حق لري. د کرونا پاندیمي پر وړاندي مبارزې په هره پریکړه کي باید د نجونو راتلونکی هم په پام کي ونیول سي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب