1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

ولي په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت تړل شوی دی؟

۱۴۰۲ مهر ۷, جمعه

په هند کې د افغانستان سفارت اعلان کړی دی چې د هند حکومت له خوا د ديپلوماتیکې پاملرنې د کمښت له کبله خپل فعاليتونه دروي. د هند حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ويلي.

 د افغانستان سفارت په دې ليک کې د هند د بهرنيو چارو وزارت څخه د سفارت پر ودانۍ د افغانستان د پخواني حکومت د د بیرغ د نصبولو اجازه غوښتې وه.
د افغانستان سفارت په يوه ليک کې د هند د بهرنيو چارو وزارت څخه د سفارت پر ودانۍ د افغانستان د پخواني حکومت د د بیرغ د نصبولو اجازه غوښتې وه.انځور: Getty Images/Afp/Shah Marai

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت تړل شوی دی. پر دې سفارت د کنترول له پاره په دې وروستيو کې د طالبانو د نومول شوي او د اشرف غني د پخواني حکومت د سفير ترمنځ کش وګير روان وو.

د سفارت له خوا د هند حکومت ته خبر ورکړل شوی دی چې د طالبانو د حکومت سره د وسايلو د کمښت له کبله مجبوراً دا سفارت تړل کیږي او تور لګول شوی دی چې پر څو ځلي غوښتنو سربیره هم په نوي ډيلي کې حکومت له دې سفارت سره هیڅ مرسته نه ده کړې.

په هندي رسنيو کې د خپرو شویو رپوټونو په حواله د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت له خوا ټاکل شوی سفير فريد ماموندزی له تېرو څو مياشتو راهېسې په لندن کې دی. دا په داسې حال کې ده چې د سفارت نورو کارکوونکو او چارواکو بيا په امريکا، کاناډا او استراليا کې سياسي پناه اخيستې ده.

سفارت ولې تړل شوی؟

د معلوماتو په حواله د افغانستان د سفارت له لوري روانه اونۍ د هند حکومت ته يو نه لاس ليک شوی خط (Note Verbale) ليږول شوی وو چې اشاره پکې شوې وه چې سفارت به د دسمبر میاشتې تر پای پورې وتړل شي.

په دې ليک کې په ځانګړي توګه د دې خبرې یادونه شوې وه چې پر څو ځلي غوښتنو سربیره په نوي ډیلي کې حکومت له سفارت سره هیڅ ډول همکاري نه ده کړې او نه هم هغو کابو ۳۰۰۰افغان محصلينو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې کومه مرسته شوې ده چې په ۲۰۲۱م کال کې بايد هند ته تللي وای.

په دې ليک کې ويل شوي دي چې د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې په کابل کې د هند سفارت بيرته پرانيستلو وروسته، په نوي ډيلي کې افغان سفارت د ديپلوماتيکي ملاحظاتو له نظره د «هند د دولت له ملاتړه نه وو برخمن او دوستانه اهميت یې منځه تللی وو.»

په دې ليک کې راغلي دي چې له هند څخه د سفارتي اړیکو په تړاو د ويانا کنوانسیون پروټوکول په نظر کې نيولو سره په هند کې د افغانستان د شتمنيو او د «هند او افغانستان صندوق» د خوندي کولو غوښتنه شوې وه او دا یې ترې هم غوښتي ول چې د سفارت پاتو کاروونکو او د هغوی کورنيو ته د خروجي اجازې له لارې د هند څخه د تللو آسانتياوې برابرې کړي.

هند تر اوسه عبرګون نه دی ښوولی

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت په دې ليک کې د هند د بهرنيو چارو وزارت څخه د سفارت پر ودانۍ د افغانستان د پخواني حکومت د درې رنګه بیرغ د نصبولو اجازه غوښتې وه. په دې ليک کې ويل شوي چې دا بيرغ د افغانستان د جمهوري حکومت استازيتوب کوي چې د طالبانو د حکومت له خوا ړنګ شوی دی، هغه حکومت چې تر اوسه د نړۍ هیڅ يوه هېواد هم په رسميت نه دی پيژندلی.

خو دهند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په رسمي توګه د دې خط اړوندو خبرو په اړه له تبصرې ډډه کړې ده. د سفارت سرچينو ویلي دي چې د دې خط «ريښتينتوب» ارزول کيږي ځکه چې احتمالاً سفير او د سفارت استازی په هند کې موجود نه دي.

د يادولو وړ ده چې په هند کې د افغانستان پر سفارت د لانجې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د هند د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند په جون مياشت کې ويلي ول: «زموږ له نظره دا د افغان سفارت خانې داخلي معامله ده او موږ هیله لرو چې پخپل منځ کې یې حل کړي.»

په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته هند هم په کابل کې خپل سفارت تړلی وو. خو وروسته یې بيا د بشري فعاليتونو د همغږي کولو له پاره يوه تخنيکي ډله په افغانستان کې وګمارله.

ب. ص/ ن. ز (جاويد اختر، نوی ډيلی)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب