1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي په هند کي بايد د ناوې ښه انگليسي زده وي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

په هند کې د نجلۍ سپين رنگ د هغې له پاره د «ښه ميړه» لټه يو څه آسانوي. خو د دغه هېواد د پنجاب ايالت ډېر خلک په دې هم باور لري چې د انگليسي ژبي زده کړه د هغوی چانس نور هم زياتوي.

Indische Braut steckt Ehering auf den Finger ihres Bräutigams
انځور: picture-alliance

په سويلي آسيا کې د کورنۍ په خوښه او مشوره ودونه عام دي. په هند کې هغه نجونې د زوم د کورنۍ او زوم له خوا ډېرې خوښول کيږي چې د پوست رنگ یې سپين وي. د ټولنیز پوهانو په آند دا ددې نتيجه ده چې هند اوږده موده د بريتانيا مستعمره وه او دا د کمترۍ د يو ډول احساس ښکارندوي هم کوي.

د ژوند د مناسب ملگري د موندلو له پاره سپين رنگ کافي نه وو چې اوس پکې په پنجاب ايالت کې پر انگليسي ژبه د ښه حاکميت معيار هم ور زيات شو. همدا څه د دې باعث شوي چې اوس د IELTS يا د انگليسي ژبې د آزموينې د نړيوال سیسټم کورسونه او د لارښود په سونه مراکز د پنجاب ايالت په هر کونج کې پرانيستل شوي دي. په IELTS سیسټم کې ښې نمرې د «ژوند د ښه ملگري يا ملگرې» د موندلو چانس لوړوي.

دغه ودونه څرنگه کيږي؟

سيمارپريت يوه ۲۲ کلنه نجلۍ ده چې دوه کاله مخکې یې خپل درس سر ته رسولی دی. له هغه وخت راهیسې نوموړې هره ورځ په امرتسر کې د انگلسي ژبې د IELTS کورس تر مرکزه ۶۰ کیلومتره تگ راتگ کوي څو یې ژبه قوي شي.

هغه په دې آزموينه کې ښې نمرې ته،  لږ تر لږه د ۹ له کچې څخه ۶ ته اړتيا لري څو وکولای شي خپل خوب رښتيا کړي.

کرنوير چې یو ځوان دی، د علاقې نه درلودو له کبله یې ونه شو کړای خپل درس سر ته ورسوي. مور او پلار یې چې د پنجاب د تارن سيمې بزگران دي، يو څه ځمکه لري خو کرنوير له زراعت سره علاقه نه لري. هغه غواړي هند پريږدي او يوه غربي هېواد ته ولاړ شي.

د ودونو يوه مسلکي دفتر د سيمارپريت او کرنوير کورنۍ د دې ځوانانو د واده له پاره يو بل ته سره معرفي کړې.

انځور: picture-alliance/Photoshot/F. Farooqui

په يوه خارجي هېواد کې د تحصيل د ويزې د ترلاسه کولو له پاره سيمارپريت دې ته اړتيا لري چې د انگلسي ژبې په دغه آزموينه کې ښې نمرې واخلي. هغه تمه لري چې وبه کولی شي خپل راتلونکې ميړه هم له ځانه سره بهرني هېواد ته بوځي.

په بدل کې یې د کرنوير کورنۍ د واده، د سيمارپريت د تعليم او خارج ته د هغوی دواړو د سفر د ټولو لگښتونو پوره کولو ته غاړه ايښې ده.  خو دا يوازې شفاهي لوظنامه ده. هغوی دواړه به يوازې په هغه صورت کې سره واده وکړي چې سيمارپريت ويزه ترلاسه کړي وي.

په ځينو قضیو کې نجونې بايد تر واده وروسته دغه آزموينه کاميابه کړي او که ښې نمرې ترلاسه نه کړي او ونه توانيږي خاوند له ځانه سره خارج ته بوځي نو کيدای شي طلاقه شي.

مطلوب منزلونه

د هند د پنجاب ايالت د اوسيدونکو د خوښې ځایونه کاناډا، بريتانيا او امريکا متحده ايالات دي. خو له تیرو څو کلونو راهيسې دې هېوادونو د وزيرې مقررات سخت کړي دي. د مثال په توگه په هره قضيه کې ښځې او يا خاوندان د تحصيل پر ويزه د کار اجازه نه لري.

د مثال په توگه په نوي زيلاند کې يوازې هغه کسان خپل د ژوند ملگري يا ملگرې په ځان پسې ور بللی شي چې په دغه هېواد کې د مسلکي کسانو د تشې ډکولو له پاره اوومې او يا تمې او يا د نهمې او لسمې کچې په ليست کي راغلی وي، چې وروستې دوه یې د ماسترې او يا ډاکترې سند دی.

خو د پنجاب څخه تلونکې زياتره نجونې دغه شرايط نه پوره کوي. هغوی زياتره يوازې د لنډې مودې د ژبې او يا د رخصتيو  کورسونو ته مراجعه کوي. خو آسترليا بیا نسبتاً د ويزې نرمه تگلاره لري، چې دې کار اوس دغه هیواد د هندي ځوانونو په نوي منزل بدل کړی دی.

«د جهيزيې بل شکل»

ځيني خلک په دې آند دي چې دا کار يو بل ډول جهيزيه ده. د جنوبي آسيا په ډېرو سيمو کې له ناوې تمه کيږي چې د کور سامان، گاڼه او پېسې د تحفې په توگه د ميړه کور ته یوسي. د دې شرط نه پوره کول زياتره وخت ودونه له خطر سره مخامخوي.

د پنجاب ايالت يوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «د IELTS ودونو په اړه کره شمیرې نه شته چې دا کار په دې اړه ارزونه سختوي. خو دا کولی شي د ښځو پر وړاندې سیستماتيک تبعيض ته د پای ټکی کيږدي ځکه دا يو ډول «برعکس جهيز» دی.«

يعني هغه ښځې چې انگلسي یې ښه زده وي کولی شي د زوم کورنۍ دې ته مجبوره کړي چې د هغې د تحصيل او سفر مصارف ورکړي څو یې زوی په خارج کې ژوند وکولی شي.

کورنی تاوتريخوالی

له گورپريت سره تر واده وروسته سوکمن د انگلسي ژبې په دغه آزموينه کې اړينې نمرې ترلاسه نه کړای شوې. خو بخت ورسره ياري وکړه او خسرگنې یې ورته طلاق ور نه کړ. خو نورې ډېرې نجونې دومره خوشبخته نه وي.

د ښځو د حقونو ټولنو پر دې کار انديښنه څرگنده کړې ده. هغوی وايي هغه ښځې چې په اصطلاح دغه کاروباري معامله سر ته ونه شي رسولی، د کورني تاوتريخوالي ښکار کيږي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل