ولي په کندهار ښار کي د ۷ اولادونو يوې مور ځان زیندۍ کړی؟
۱۳۹۹ تیر ۳, سهشنبه![Galgenstrick / Galgen / Hinrichtung](https://static.dw.com/image/17522625_800.webp)
دغه پيښه د سه شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د کندهار ښار په دريمه ناحيه کي کاکړو کوڅې ته څيرمه رامنځ ته سوې ده.
د کندهار د امنيتي قوماندانۍ وياند جمالناصر بارکزي دويچه ويله ته وويل چي د عايشې په نوم دغي ۴۵ کلني ښځي د کورني تاوريخوالي له کبله خپل ځان پخپله زيندۍ کړی دی: «پولیس سیمي ته ورغلي، جسد يې د نورو څیړونو له پاره میرویس روغتون ته انتقال سوی دی.»
هغه زیاته کړه چي دوی په دې لټه کي دي چي د پيښي تل ته ځان ورسوي او که نور څوک په دې قتل کي لاس ولري هغه هم ونیسي، خو تراوسه يې په دې قضیه کي د لاس لرلو په تور څوک نه دی نیولی.
د مړې سوي ښځي يوه همسايه چي خپل نوم زلمی ښيي دويچه ويله ته وویل، چي د مړې سوي ښځي کورنۍ له ډير وخت راهيسي دلته ژوند کوي، خو هغه وخت يې په کور کي جنجالونه او ژړاوي زیاتي سوې، چي یوڅه وخت ترمخه د عايشې (مړه سوې ښځي) مېړه بل واده وکړ:
«له دغه کوره که هره شپه نه وي، نو په دوو شپو کي خامخا د نارو، چیغو او ژړا ږغونه موږ له خوبه باسي.»
زلمی زیاتوي، څو واری د مسجد ملا او د کوڅې سپين ږیرو د دوی له دغه حالته شکایت ورته کړی دی، مګر حالت ورځ تربلي ترخیدی.
په کندهار کي د بشري حقونو فعال عبدالجبار ساکزی پر دې پېښه د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ له دولته غواړي، چي د دې کورنۍ له ټولو غړو سم تحقیق وکړي او ډېر امکان لري، چي دغي ښځي خپله نه بلکي یو بل چا زیندۍ کړې او وژلې وي.
د هغه په خبره، په ټولنه کي ډیري ښځي په دغه ډول وژل کیږي، چي پړه يې هم بیرته پر دوی اچول کیږي: «زه، چي ګورم ماته په دې قضیه کي نور لاسونه هم معلومیږي، ځکه یوه مور که هرڅنګه په تکلیف سي، هغه د خپلو اولادونو په خاطر لا داسي کار ته زړه نه ښه کوي او بل داخبره ډېره مهمه ده، چي دا یوه پخه ښځه ده او پخه ښځه ډېر زغم لري. »
څو میاشتي ترمخه هم په دغه سیمه کي یوې بلي ښځي د کورني تاوتریخوالي له امله ځان زیندۍ کړی او مړه سوې وه.
د کندهار د ښځو چارو ریاست هرکال له ښځو سره د تاوتریخوالي تر سلو د زیاتو پيښو د ثبت خبره کوي او وايي چي په دې اړه يې د عامه پوهاوي کمپاینونه هم کړي دي، خو دا کمپاینونه هغه وخت ګټور بولی، چي دمسجدونو ملا امامان ورسره ملګري او دا ږغ بدرقه کړي، چي ښځه د کور ډېوه ده.
محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار